نړۍ

د اسراٸیلو په برید کې د حزب الله یو لوړپوړی قومندان ووژل شو

د لبنان حزب الله د اسرائیلو په بریدونو کې د خپل یوه لوړپوړي قوماندان ابراهیم محمد قبایسي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د فارن پالیسي د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ ویلي چې د حزب الله دغه قومندان د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې په یوه کلي کې د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې د اسراٸیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د خپل هېواد د پوځي استخباراتو له یوې څانګې سره د لیدنې پر مهال وویل: «هغه اقدامات چې موږ کړي او هغه اقدامات چې موږ به یې ترسره کړو، د حیرانتیا وړ دي. موږ د حزب الله ځپلو ته دوام ورکوو. زه د لبنان خلکو ته وایم چې زموږ جګړه له تاسو سره نه ده. زموږ جګړه له حزب الله سره ده.»

د اسراییلو او حزب الله ترمنځ نښتې وروسته له هغه زیاتې شوې چې تېره اونۍ په لبنان کې د حزب الله د غړو په زرګونو پېجرونه او «واکي ټاکي» مخابرې وچاودلې.

د دغو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او تر ۳۴۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. هغه چاودنې چې حزب الله او ایران یې پړه پر اسرائیلو اچوي.

تر اوسه اسرائیلو د حزب الله د پیغام رسونې او ارتباطي وسایلو د چاودنو په اړه څه نه دي ویلي. خو ویلي يې دي چې د جګړې لمن به د لبنان تر پولو پورې پراخه کړي.