د تهران چارواکي وايي، د ولس د مقاومت او نظامي ځواک له امله امریکا مجبوره شوه چې د جګړې د پای ته رسولو تفاهملیک لاسلیک کړي او د هرمز تنګي سمندري بندیزونه په بشپړ ډول لغوه کړي.
د تهران د مهر دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو وسلهوالو ځواکونو د اقتدار او د خلکو د سرښندنې په پايله کې، د امریکا متحده ایالات اړ کړي چې له ټولو نظامي جبهو څخه شاتګ وکړي او د رسمي مذاکراتو د پیلېدو شرط په توګه، د ایران ۱۲ میلیارډه ډالره کنګل شوې شتمني سمدستي ازاده کړي.
راپور کې راغلي دا لوی پرمختګ پهداسې حال کې مخې ته راځي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال، جې ډي ونس تایید کړې چې د دغه ۱۴ مادییز تفاهملیک د رسمي لاسلیک لپاره د راتلونکې جمعې په ورځ (د جون په ۱۹مه) سویس ته ځي.
د دغه تفاهم پر بنسټ به د هرمز په تنګي او فارس خلیج کې پر ایران لګول شوی سمندري اوبند او محاصره په سمدستي او بشپړ ډول پای ته رسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د ایران له «شبکه خبر» سره په مرکه کې پهدې تړاو وویل: «دښمن چې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره یې جګړه پیل کړې وه، په میدان کې سخته ماتې وخوړه او مجبور شو چې پخپله د اوربند او خبرو اترو غوښتنه وکړي. زموږ ټولې اصلي غوښتنې په متن کې ځای پر ځای شوي دي.»
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دارالانشا په رسمي اعلامیه کې راغلي چې له نن شپې څخه په ټولو جبهو په ځانګړي ډول لبنان کې جګړه په دایمي ډول بندېږي.
دغه راز د «خاتم الانبیاء» د مرکزي قرارګاه په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران نظامي ارادې امریکایي او صهیونیسټي دښمن ته ثابته کړه چې د جنود الله په وړاندې له تسلېمېدو پرته بله لاره نلري.
بل لور ته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغې سولې د نهایي کېدو خبر ورکړی او د قطر، سعودي عربستان او ترکیې له رغنده منځګړیتوب څخه یې مننه کړې ده.
هممهاله د برېتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا مشرانو په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، که چېرې ایران پهخپل اټومي پروګرام کې روښانه ګامونه پورته کړي، دوی چمتو دي چې پر دغه هېواد ټول لګول شوي اقتصادي بندیزونه لغوه کړي.
