سیاست

راپور: د یوناما د پرېکړه لیک له مسودې څخه طالبانو ته د «واکمنو چارواکو» په توګه اشاره حذف شوې ده

انځور- ارشیف څخه

د «سکیوریتی کونسل ریپورت» بنسټ راپور ورکړی چې د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره د امنیت شورا د پرېکړه لیک په مسوده کې، طالبانو ته په اشاره کې د «واکمنو چارواکو» عبارت حذف شوی او د «اړوندو چارواکو» په عبارت ځای پر ځای شوی دی.

د دغه بنسټ په وینا، دا د نظر اختلاف د یوناما د ماموریت د یو کلن تمدید لپاره د مذاکراتو په جریان کې راپورته شوی دی.

په راپور کې راغلي چې امریکا، بریتانیا او فرانسې د «واکمنو چارواکو» د عبارت له کارولو سره مخالفت کړی او استدلال یې کړی چې دا اصطلاح کولای شي طالبانو ته یو ډول مشروعیت یا ضمني په رسمیت پېژندنه ورکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې بېرته واک ته ورسېدل، خو تر اوسه د روسیې پرته د هیڅ هېواد له لوري په رسمي ډول ندي پېژندل شوي.

د دغه بنسټ په وینا، په مقابل کې چین او روسیې د دغه عبارت د ساتلو غوښتنه کړې او استدلال یې کړی چې دا اصطلاح په افغانستان کې شته سیاسي واقعیت منعکسوي؛ ځکه طالبان د افغانستان د سیمې او دولتي بنسټونو کنټرول په لاس کې لري.

دا اختلاف په هغو خبرو اترو کې د جنجال یو له څو موضوعاتو څخه و، چې تمه کېږي د پرېکړه لیک پر بنسټ د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې تمدید کړي.

امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې، د معمول خلاف، د یوناما ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره تمدید کړی و.

په هغه وخت کې، امریکا په اوسنیو شرایطو کې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره د دغه ماموریت د لومړیتوبونو، موثریت او وړتیا د لا پراخې ارزونې غوښتنه کړې وه.

په پایله کې، نوې مسوده د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرش څخه غواړي چې د یوناما د ماموریت یوه سټراټیژیک بیا کتنه ترسره کړي او د دغه بنسټ د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره یو لیکلی راپور وړاندې کړي.

د دغه راپور له مخې، د امنیت شورا ځینو غړو د دغه وړاندیز ملاتړ کړی، خو ځینې نور بیا اندېښمن دي چې داسې یوه بیا کتنه د یوناما د ماموریت د راتلونکي په اړه د ابهام لامل نشي.

روسیې هم د دغې بیاکتنې اړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې او د هغو عباراتو سره یې مخالفت کړی چې د یوناما د دوام او اوږدمهاله راتلونکي د بیاکتنې لامل کېدای شي.

راپور دغه راز د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د څرنګوالي په اړه د نظرونو د توپیرونو پرده هم پورته کړې ده.

د امنیت شورا ځینو لوېدیځو غړو غوښتل چې د پرېکړه لیک په متن کې د دوحې پروسې ته اشاره وساتل شي؛ هغه پروسه چې له افغانستان سره د نړیوال تعامل په اصلي چوکاټ بدله شوې ده.

په مقابل کې، روسیې د یوې خورا «عملګرا» کړنلارې ملاتړ کړی او د سیمه ییزو نوښتونو او د سیمې ډیپلوماټیکو سازوکارونو ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د «سکیوریتی کونسل ریپورت» په وینا، د دوحې پروسې، سیمه ییزو نوښتونو او نورو ډیپلوماټیکو هڅو ته په اشارې کولو باندې د نظرونو اختلاف د دې لامل شوی چې د جنجال وړ عباراتو یوه برخه له وروستي متن څخه حذف شي.

د بشري حقونو موضوع هم د مذاکراتو یو له اصلي محورونو څخه وه.

د امنیت شورا یو شمېر غړو د بشري حقونو، ښځو، سولې او امنیت او د ښځو او نجونو د ملاتړ په تړاو د مادو د ساتلو یا پیاوړي کولو غوښتنه کړې وه.

د دغه راپور پر بنسټ، د پرېکړه لیک مسوده لا هم د جنسیتي او جنسي تاوتریخوالو مسلو ته اشاره کوي او له یوناما څخه غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، د ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، مستند کړي.

دا مادې په‌داسې حال کې ساتل شوي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز ګډون باندې د طالبانو محدودیتونه لا هم له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ دي.

یوناما چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم سیاسي ماموریت ګڼل کېږي.

دغه بنسټ واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته، د بشري مرستو په همغږۍ، د بشري حقونو په نظارت او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې محوري رول لوبولی دی.

د تصویب په صورت کې، دا پرېکړه لیک به نه یوازې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ تر جون پورې تمدید کړي، بلکې په تېرو څو کلونو کې به د دغه ماموریت په رول او لومړیتوبونو کې لومړنۍ پراخه سټراټیژیکه بیا کتنه هم پیل کړي؛ هغه بیا کتنه چې کولای شي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر راتلونکي تعامل اغېزمنه وي.