د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په یوه خبري غونډه کې ويلي، هېواد یې چمتو دی چې خپلې ټولې وسلې وساتي، تر څو چې اسراییل د دې کار لېوالتيا ولري.
د نیوزویک د راپور له مخې نوموړي پر نړیوالو ځواکونو نیوکه وکړه چې په سیمه ییزو مسایلو کې په زیاتېدونکي ډول لاس لري او ټینګار یې وکړ: «موږ نه غواړو چې بهرنيان راشي، یو لورى تر غاښ پورې مسلح کړي او بل لورى له خپل ځانه د دفاع له وسایلو بې برخې کړي.»
ښاغلي پزشکيان په تهران کې د حماس ډلې د پخواني سياسي مشر اسماعیل هنیه وژنې ته په اشارې سره د دغه هیواد د حکومت د غچ اخیستنې نه اخيستلو په هکله وویل: «هغوی مونږ ته وویل چې مونږ خبرې کوو او تاسو باید شاته پاتې شئ. موږ سوله غواړو. لاسونه مو ونیول؛ خو دوی سوله ونه کړه. دوی له موږ سره ژمنه کړې چې په یوه اونۍ کې به سوله راشي.»
هغه زیاته کړه چې اسرائیل ورځ تربلې په غزه کې زیات خلک تباه کوي.
پزشکيان وايي: «موږ تر هر چا ښه پوهېږو چې که جګړه پیل شي، د سیمې او نړۍ د هیچا په ګټه نه ده. موږ جګړه نه غواړو. دا اسراییل دی چې غواړي موږ جګړې ته راکش کړي او سیمه ناامنه کړي.»
په داسې حال کې چې پزشکيان په جګړه کې د تهران د ښکېلولو خبره کوي، چې د حماس سياسي مشر اسماعیل هنیه چې د ایران د ولسمشر په توګه د هغه د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و، په خپل کور کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
که څه هم اسرائیلو تر اوسه په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. له دې پېښې وروسته د ایران د سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه د امریکا په ملاتړ د اسراٸیلو له خوا ترسره شوې ده.