لویدیځه اسیا

امریکا او ایران د سولې لومړنۍ تاریخي هوکړې ته ورسېدل

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، امریکایي او ایراني چارواکو اعلان کړی چې د هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو، د امریکا د سمندري بندیزونو د لیرې کولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په موخه پر یوې لومړنۍ هوکړې (تفاهمنامې) سره سلا شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ناوخته پر خپلې ټرېس سوشل (Truth Social) پاڼې ولیکل: «له اسلامي جمهوریت سره هوکړه بشپړه شوه؛ بېړۍ چلوونکي دې خپل سټارټونه وکړي، پرېږدئ چې تېل جاري شي!»

د ټرمپ دا پوسټ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له هغې اعلامیې لږ وروسته راغی، چې په‌کې ویل شوي وو اسلام‌اباد د منځګړي په توګه دا تاریخي هوکړه نهایي کړې ده.

د دغې لومړنۍ هوکړې مادو ته په کتو، په ټولو جبهو او په ځانګړي ډول په لبنان کې به له نن (د دوشنبې له شپې) څخه هر ډول نظامي عملیات په بشپړ او دایمي ډول ودرول شي او د جمعې په ورځ به په سویس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا سند په رسمي ډول لاسلیک شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي ویلي، د ایران د اټومي پروګرام او د بندیزونو د بشپړ لیرې کېدو په تړاو به د ۶۰ ورځو د اوربند په لړ کې تفصیلي خبرې اترې وشي.

د رارسېدلو راپورونو له مخې، امریکا منلې چې د ایران ۲۵ میلیارډه ډالره کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.

د دې بریا په اعلانېدو سره، په نړیوالو بازارونو کې د برنټ خامو تېلو بیې سمدستي ۴ سلنه راښکته شوې او په اسیا کې د ونډو بازارونو (سټاک مارکېټونو) بې‌ساری پرمختګ وکړ، چې دا د نومبر د منځمهالو ټاکنو وړاندې د ټرمپ د حکومت لپاره د تېلو د بیو د راکمولو په برخه کې یو لوی مالي چانس ګڼل کېږي.

اسراییلو تر اوسه په‌دې تړاو رسمي غبرګون ندی ښودلی، خو ډونالډ ټرمپ له بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه یو «سخت او پېچلی سړی» بللی او ویلي یې دي چې نتانیاهو باید له اټومي ایران څخه د اسراییلو د ژغورلو په خاطر د ده منندوی وي.