متحده ایالاتو اسراٸيلو ته خبرداری ورکړی چې د لبنان له حزب الله سره «بشپړې»جګړې ته له غزېدو ډډه وکړي.
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا له اسرائیلو غوښتي، چې د دغه هېواد په شمال کې د سرحدي کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي.
د دغو راپورونو له مخې، امریکایي چارواکي وېره لري چې د اسراییلو او حزب الله تر منځ « بشپړه» جګړه کېدای شي امریکا یوې پراخې جګړې ته اړ کړي.
امریکايي چارواکو خپلو اسراٸيلي سیالانو ته ویلي، « که کله مو ځواب ورکړ، د ډیپلوماټیک حل لپاره ځای پریږدئ.»
له بلې خوا، د اسراییلو ١٢شبکې راپور ورکړی چې متحده ایالاتو د لبنان پولې ته نږدې د راکټ لانچرونو، د وسلو ډیپوګانو او د ډرون تولید تاسیساتو باندې د بریدونو په ګډون د حزب الله د وړتیاوو په نښه کولو لپاره د اسراییلو له عملیاتو ملاتړ څرګند کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د لبنان د حزب الله او اسراٸيلو ترمنځ کړکېچ زيات شوى او دوه ورځې وړاندې پر لبنان د اسراٸيلو په بريد کې لږ تر لږه ٣٧ کسان وژل شوي او يو شمېر نور يې تر خاورو لاندې شوي دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، د لبنان په سویل کې یې پر اسرائیلو د راکټيزو بریدونو د شدت لپاره د حزب الله د پلانونو له پېژندلو وروسته دغه بریدونه د لسګونو الوتکو په مرسته ترسره کړي دي.