نړۍ

په لبنان کې د پېجر د چاودنو په دوهمه څپه کې ۲۰ تنه وژل شوي 

په لبنان کې د چهار شنبې په ورځ د مخابراتي وسایلو د دویمې څپې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۴۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

دغه چاودنې د سه شنبې په ورځ له ورته پېښې وروسته وشوې چې په ترڅ کې یې د حزب الله د غړو په ګډون سلګونه کسان ټپیان شول. ویل کیږي چې حزب الله دا وسایل د اسراٸیلو د مخابراتو د څارلو د مخنیوي لپاره کارول. دې پېښو په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړى چې د چهارشنبې په ورځ د بیروت په څنډو او د بيقاع دره کې چاودنې ۲۰ تنه ووژل او تر ۴۵۰ زیات یې ټپیان کړل. د سه شنبې په ورځ هم ورته چاودنو د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یې ټپیان کړي وو.

اسراٸيلي چارواکو تر اوسه د دې پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځينې امنيتي سرچينې د دې چاودنو مسٶول د اسراٸيلو موساد سازمان بولي. د حزب الله یوه چارواکي دا پېښه د دغې ډلې په تاریخ کې تر ټولو لویه «امنیتي سرغړونه»بللې ده.

د اسراٸيلو د دفاع وزیر يوآو ګالانت د دغو پېښو په غبرګون کې وویل: «موږ د جګړه یو نوي پړاو ته پيلوو چې زړورتیا، هوډ او زغم ته اړتیا لري.»

 رویټرز راپور ورکړی چې د بیروت په سویل کې، د حزب الله غړي له ناچاودو پېجرونودڅخه بیټرۍ لیرې کوي او پرزې یې په فلزي بشکو کې اچولې. ویل کیږي چې حزب الله د اسراٸیلو د څارنې څخه د مخنیوي لپاره د دې ټیټ کيفيته تخنیکي وسایلو کارولو ته مخه کړې وه.

د لبنان سره صلیب پر اېکس ټولنیز شبکه کې اعلان کړى چې د سویلي لبنان او بيقاع درې په ګډون په بیلابیلو سیمو کې د چاودنو سره د مبارزې لپاره ٣٠ امبولانس ټیمونه لېږل شوي دي.

د چاودېدونکو پېجرونو عکسونه ښیې چې په دوی باندې د جاپاني شرکت «آې کېم» لېبل نقش شوی و چې  IC-V82 شرکت ماډل ته ورته دی.