د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماندې کاملا هرېس په یوه نوې نظرپوښتنه کې له خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونلډ ټرمپ څخه په سلو کې څلورسلنه مخکښه ده.
رویټرز راپور ورکړی چې د نومبر د ٥مې په ولسمشریزو ټاکنو کې به هرېس ٤٥ سلنه او ټرمپ ٤١ سلنه رایې وګټي.
دا ټولپوښتنه چې د رویټرز او اېپسوس لخوا په لاره اچول شوې وه، د ثبت شویو امریکایی رای ورکوونکو لخوا ترسره شوې ده.
دا نظرپوښتنه ښیې چې د جو بایډن له سیالۍ څخه ایستل او د هرېس د نوماندۍ اعلان ټاکنو ته د ډیموکراټ پلویانو لیوالتیا زیاته کړې.
د رویټرز او اېپسوس په تېرو نظرپوښتنو کې چې د جولای په وروستیو کې ترسره شوې وه، هرېس د ټرمپ څخه یوازې ١ سلنه مخکې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز او ایپسوس د وروستي نظرپوښتنې له مخې، هرېس د ټرمپ په پرتله د ښځو او هسپانویانو ترمنځ د ٤٩ سلنه ملاتړ سره خورا مشهور دي.
له بلې خوا ټرمپ له ښځو او هسپانوي وګړو څخه یوازې ۳۶ سلنه رایې ګټلې دي. په دې توګه د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو د دوو مهمو نوماندانو ترمنځ د رایو توپیر ۱۳ سلنه دی.
د رویټرز او اېپسوس په څلورو پخوانیو نظرپوښتنو کې، چې په جولای کې خپاره شوي، د هرېس او ټرمپ ترمنځ توپیر د ښځو ترمنځ ٩ سلنه او د هسپانویانو ترمنځ ٦ سلنه وو.
د رویټرز او اېپسوس وروستۍ نظرپوښتنه هم ښیي چې ټرمپ د تېرو ټولپوښتنو په څېر د نارینه وو او سپین پوستکو په مینځ کې لومړۍ رایه لري.