نړۍ

امریکا د ایران سره تړلی پاکستانی سړى په «سیاسي وژنو» تورن کړ

د امریکا د عدلیې وزارت د یو ۴۶ کلن پاکستانی وګړى آصف مرجنټ چې په آصف رضا تاجر ​​مشهور دى او د ایران له حکومت سره یې تړاو درلود، یوه میاشت وړاندې په امریکا کې د حکومتي چارواکو په «وژلو تورن» کړی دی.

دغه وزارت په یوه راپور کې ویلي چې د جنایي شکایت له مخې اصف مرچنټ د سپاه پاسداران د لوړ پوړي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې د امریکايي چارواکو د وژلو لپاره په امریکا کې خلک ګمارل.

د راپور له مخې، دغه پاکستانی وګړي په ایران کې له څه مودې تېرولو وروسته له پاکستان څخه امریکا ته ولاړ څو د خپل پلان د عملي کولو لپاره قاتل وګماري.

د عدلیې وزارت په راپور کې راغلي: «د محکمې د اسنادو له مخې، دغه سوادګر د امریکا په خاوره کې د یو امریکایي سیاستوال یا حکومتي چارواکي د وژلو پلان جوړ کړی و.د اپریل په ٢٠٢٤کال کې، په ایران کې د یو څه وخت تېرولو وروسته، سوداګر له پاکستان څخه متحده ایالاتو ته ورسېد او د هغه چا سره یې اړیکه ونیوله چې د هغه په ​​​باور د دې پلان په عملي کولو کې ورسره مرسته کولی شي، خو هغه کس د قانون پلي کونکو لپاره یوه محرمه سرچینه شوه او دوى ته يې د مرچنټ چلند راپور ورکړ.»

کریسټي کورټیس، د اېف بي آى د نیویارک د ساحوي دفتر لنډمهاله مرستیال وویل: « له نېکه مرغه، هغه قاتل چې مرچنټ یې د ګمارنې هڅه کوله د اېف بي آى پټ ماموران وو.» 

مرچنټ، چې تېره میاشت نیول شوی و، اوس د «وژنې» پلانولو تورونو سره مخ دی.

د امریکا لوی څارنوال مريک ګارلنډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «عدلیې وزارت په تېرو څو کلونو کې د قاسم سلیماني د وژلو لپاره له امریکايي چارواکوڅخه د غچ اخیستو لپاره د ایران د نه ستړي کېدونکو هڅو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کړې دي.»

که څه هم په راپور کې په مشخص ډول د هغو امریکايي چارواکو نومونه نه دي یاد شوي چې په وژنه کې په نښه شوي دي. هو په دې وروستیو کې د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ برید وشو، چې ډېر غبرګونونه یې هم راوپارول.

د  هغه د وژنې له ناکامې هڅې  د متحده ایالاتو حکومت دې ته اړ کړ چې د ډونالډ ټرمپ امنیتي تدابیر ډېر کړي.