نړۍ

د غزې په تړانګه کې پر دوو ښوونځیو او یوه روغتون د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۴۴ کسان وژل شوي دي

پرون (یکشنبه، د اګسټ ۴مه) د غزې په تړانګه کې پر دوو ښوونځیو او یوه روغتون د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دا بریدونه د حماس ډلې پر «پوځي راټولېدنې»شوي دي.

خو رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې پېښې د یوې سیمې انځورونه ښيي چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د ماشومانو په ګډون د ټپیانو د راټولولو هڅه کوي او امبولانسونو ته یې رسوي.

په همدې حال کې د غزې روغتیایی چارواکو اعلان کړی چې د یکشنبې په سهار د الاقصی روغتون په انګړ کې د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوی او پنځه نور وژل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د غزې د ملکي ژغورني ادارې اعلان وکړ چې پر سلامه او الناصر ښوونځيو باندې چې د فلسطیني کډوالو کورنیو پکې پناه اخيستې وه، دوه هوايي بريدونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو پوځ ویلي چې د حماس ډله په منظمه توګه خپل جنګیالي په ملکي ادارو کې ځای پرځای کوي او د غزې له وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي. هغه ادعا چې حماس يې ردوي.