د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسم به په تهران کې ترسره شي او له جنازې وروسته په قطر کې خاورو ته وسپارل شي.
ایراني رسنیو ویلي دي چې ښايي د هغه د جنازې مراسم سبا (پنجشنبه، زمري ١١)ترسره شي.
د يادونې وړه، چې ښاغلی هنيه نن سهار (چهارشنبه د جولای ۳۱مه) په تهران کې پخپل اوسېدنځاى کې ووژل شو.
له دې پېښې وروسته حماس د یوې خبرپاڼې په خپرولو په ایران کې د هغه وژنه تایید کړه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د سرمنشي مرستیال د هغه وژنه یوه« لویه ضایعه» بللې ده.
ایراني چارواکو د ښاغلي هنیه د استوګنې، د دغه برید د څرنګوالي او ډول په اړه څه نه دي ویلي.