نړۍ

سپینه ماڼۍ: امریکا به د اسراییلو پر وړاندې د ایران د ګواښونو په اړه پلټنې وکړي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د متحده ايالاتو  ولسمشر جوبایډن به نن (پنجشنبه، زمري ۴) د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو کوربه وي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړه خواوې به د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د ګواښونو، په غزه کې د اوربند په تړون کې د شویو پرمختګونو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

په دې خبرپاڼه  کې راغلي چې د ولسمشر مرستياله کاملا هرېس  او ښاغلی بایډن به د اسرائیلو له لومړي وزير  سره جلا جلا ليدنې ولري.

 د يادولو وړ ده، چې بنیامین نتانیاهو همداراز پرون (چهارشنبه، د زمري ٤) په کانګرس کې وینا وکړه، خو د هغه خبرې د ډیموکراټانو له مخالفت سره مخ شوې او د کانګرس یو شمېر ډیموکراټ غړو په کې برخه وانخیسته.

د هغه په داسې حال کې په کانګرس کې وينا وکړه، چې زرګونو کسانو د ده د وینا له ځای بهر په غزه کې د اسرائیلو او حماس د جګړې پر ضد لاريون لاس پورې کړى و.

په لسګونو دیموکرات قانون جوړونکو د هغه خبرې له پامه غورځولې او د زرګونو ملکي وګړو په وژل کېدو او د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د بشري ناورین په اړه یې خواشیني څرګنده کړه.

په دې وینا کې نتانیاهو د حماس پر وړاندې د اسرائیلو په جګړه کې د ۳۹ زره فلسطینیانو وژل کېدل رد کړل.

د اسرائيلو لومړي وزير کانګرس ته په خپله وینا کې همداراز د حماس او د «ایران تر ملاتړ لاندې» نورو ډلو پر وړاندې په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.