چینايي رسنیو خبر ورکړی، چې د چین په سوٸل لویدیځ کې د «زیګونګ» ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ تنه مړه شوي دي.
د شينهوا اژانس د خبر له مخې، دا پېښه پرون (د چنګاښ په ٢٧مه) په يوه ١٤ پوړيزه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
په ورته وخت کې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د چینايي چارواکو په حواله ویلي چې لږترلږه ۷۵ کسان له اور لګېدلي ژوندي وتلي دي.
د چين د اور وژنې او ژغورنې د ملي ادارې وياند لي وانفنګ دې آژانس ته ويلي: « په دې موده کې په عامه ځايونو لکه هوټلونو او رسټورانټونو کې د اور لګېدنې شمېر ٤٠ سلنه زيات شوی دی، او تر ټولو عام لاملونه يې د ګازو د ليکو خپرېدل او د خونديتوب د تدبيرونو نه مراعاتول دي.»