نړۍ

د غزې په سويلي او مرکزي سیمو د اسرائیلو په بمباریو کې ۵۷ کسان وژل شوي

فلسطیني چارواکو ویلي، چې پرون (سه شنبه، جولای ۱۶) د اسرائیلي پوځ له خوا د غزې تړانګې پر سويلي او مرکزي برخو بمبارۍ کې لږ تر لږه ۵۷ تنه وژل شوي دي.

رویټرز خبر ورکړی چې په دغو بریدونو کې اسرائیلو د ملګرو ملتونو اړوند یو ښوونځی هم په نښه کړی چې په پایله کې یې په دغه ښوونځی کې ۲۳ تنه وژل شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، اسرائیلو د حماس جنګیالی تورن کړل، چې د دغه ښوونځي له دننه څخه يې ډزې کړې دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د دغو بریدونو موخه د حماس او اسلامي جهاد جګپوړو غړو په نښه کول وو؛ خو د دغه هېواد پوځ ویلي دي چې په دې پېښه کې د ملکي تلفاتو د احتمال په اړه څېړنه کوي.

په دغو بریدونو کې یوازې خان یونس ته څېرمه ۵ کسان وژل شوي چې د فلسطین روغتیايي چارواکو په وینا په وژل شویو قربانيانو کې یو سړی، مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.

له بلې خوا حماس ویلي، چې اسراییل د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په غزه کې د اوربند په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ ونه شي.

په همدې حال کې مذاکراتو ته نږدې یوه فلسطیني چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رویټرز ته ویلي، حماس د اسراییلو د بریدونو له زیاتوالي سره سره خبرو ته دوام ورکوي او د خبرو د درولو غوښتنه نه کوي.