نړۍ

زاخارووا: مسکو د امریکا يرغليز قدامات بې ځوابه نه پریږدي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر دغه هېواد د امریکا د نویو بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې مسکو به د امریکا دا ډول يرغليز اقدامات بې ځوابه پرې نه ږدي.

د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي: «روسیه به د تل په څېر دا ډول تېري کوونکي اقدامات بې ځوابه پرې نه ږدي.»

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت په روسیه کې پر څه باندې ۳۰ حقوقي اشخاصو بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې په بندیزونو کې به هغه کسان شامل وي چې د پوتین د واکمنۍ پر ضد د یوه مخالف مشر په بند او مرګ کې ښکېل دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې بندیزونو کې د مسکو «مالي تبادلې» هم شاملې دي.