نړۍ

د فشارونو سربېره  پر رفح د اسرائیلو پوځي بریدونه دوام لري

د فشارونو سره سره د غزې پر سوٸلي ښار رفح باندې د اسرائیلو پوځي بریدونه لا دوام لري.

یو له دغو بریدونو څخه د جمعې په سهار او بل برید تېره شپه شوي چې په پایله کې یې ۶۰ تنه وژل شوي دي.

د رفح یو شمېر اوسیدونکي چې د جمعې په ورځ یې یو شمېر قربانیان خاورو ته سپارلي، وايي چې کله یې کوچني ماشومان له کوره ووځي، د بېرته راستنېدو هېڅ هیله يې نه لري.

د رفح ښار اوسېدونکې ام ابراهيم وايي: «زما زوی لا تر اوسه ۳۰ کلن نه و. له مونږ څخه لاړ. دا د شرم خبره ده. په زرګونو ځوانانو او په زرګونو ځوان سړي، او موږ د دوی په برخلیک نه پوهیږو. زموږ ځوانان بهر ځي او موږ نه پوهیږو چې څه پرې تېرېږي. دا د شرم خبره ده. ویښه شه نړۍ، ويښه شه.»

 د دوشنبې په سهار هم د رفح پر ځینو برخو د اسرائیلو پوځي بریدونه ترسره شول.

دا  بریدونه د غزې په سویل کې د بریدونو د بندولو لپاره د لویدیځ لخوا پر اسراییلو د فشار سربېره هم دوام درلود.

د رفح اوسېدونکې ام اکرم ابو حمده وايي: «د مرميو سخت باران و. ما فکر کاوه چې ورور ته مې نږدې دی. ما خپل ورور ته زنګ وواهه خو هغه ځواب رانه کړ. نه یې ښځې ځواب ورکړ او نه یې ماشومانو. دوی وايي، دا مرمۍ په مرکز کې لګېدلې ده. زما ورور هلته دی. یو سړي ځواب راکړ او ویې ویل چې دا تلیفون د یوې میرمنې دی چې شهیده شوې او لور یې ټپي شوې ده.»

له بلې خوا د اسرایلو پوځ وايي چې د هغو دریو اسيرانو جسدونه یې موندلي چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه وژل شوي وو.

د اسرائیلو د پوځ د ویاند په وینا تر اوسه هم ۱۲۰ کسان د حماس په بند کې دي.

په همدې حال کې يو شمېر امریکايي او اسرائیلي فعالانو د جمعې په سهار په اورېشلم کې د امریکا د کونسلګرۍ مخې ته د غزې د خلکو په ملاتړ لاريون وکړه.

دوی له امریکا وغوښتل چې اسراییلو ته د پوځي وسلو استول بند کړي.

د دغو لاريون کوونکو  زیات شمیر د اسرائیلي پولیسو له خوا نیول شوي دي.