ښځې

د ملګرو ملتونو یو چارواکی: په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ په دفتر کې د عملیاتو او ملاتړ دبرخې مشر ادم وسورنو وايي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د « مرستندویه ښځينه کارکونکو» په فعالیتونو باندې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو د بشري مرستو بهیر اغیزمن کړی دی.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې ٢٣ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري او له دې ډلې ١٥ ميليونه يې د خوراکي توکو له سخت ناخونديتوب سره مخ دي.

هغه وايي چې د هېواد په شمالي او مرکزي سيمو کې وروستيو سېلابونو د اړتياوو کچه لوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د عملیاتو او ملاتړ برخې مشر وايي: «د بشري مرستو د رسولو پر مهال، زموږ زړورې افغان ښځینه همکارانې له ډېرو ننګونو سره مخ دي او هره ورځ کار ته د تګ او راتګ لپاره خطرونه پرځان اخلي.»

که څه هم هغه ويلي، بشري سازمانونو د دغو ننګونو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.

آډم وسورنو وايي، افغانستان ته یې د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د اقتصاد له وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان ښځینه کارکوونکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وايي: «دا زما د پیغام یوه برخه وه: افغان ښځې کار ته اړتیا لري، او دا کار مهم دى.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې څومره انتظار اوږدېږي هغومره  میلیونونه ماشومانو او ټولنې ته زیان رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واک ته رسېدو وروسته، ښځې او نجونې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړې دي.