سوداګري

د ایران د سوداګرۍ خونه: د افغانستان قیمتي ډبرې ایران ته قاچاق کېږي

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه وايي، د افغانستان قیمتي ډبرې په «قاچاق» او«غیر قانوني»ډول دغه هېواد ته وړل کېږي او پلورل کېږي.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال د دغه هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل:« د افغانستان قیمتي ډبرې له غیر رسمي لارو ایران ته واردېږي او زموږ په بازارونو کې پلورل کېږي»

که څه هم نوموړي د دغو ډبرو د نوعیت په اړه څه ونه ویل؛ خو هغه وايي چې د ايران د کانونو څو لويو شرکتونو د «افغانستان کانونو ته د ننوتلو»په هدف يو شرکت جوړ کړى او د دغه هېواد د فولادو يو ستر شرکت هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو جدي پرېکړه کړې ده.

طالبانو د ایران د سوداګرۍ خونې د مرستیال د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي قیافه په دې مرکه کې همدادراز وویل، چې د دغو ډبرو اېستل د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي سبب هم کېداى شي.

هغه وايي چې ايران بايد د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي، چې دغه پانګونه د هېواد د پانګوالو په ګټه تمامېداى شي.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال ویلي دي، چې د کانونو په اړه د دغه هیواد او افغانستان د چارواکو ترمنځ تګ-راتګ او خبرې اترې ترسره شوي دي.

تر دې مخکې د دغه هېواد د خراسان رضوي د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال حسن نوري زاده هم ویلي وو، چې تهران باید د افغانستان له کانونو او قیمتي ډبرو څخه د یوه فرصت په توګه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکو په کراتو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو په ناقانونه کېندلو نیوکه کړې او ويلي يې دي، چې دغه کانونه د افغانستان ملي پانګه ده او باید د خلکو په ګټه ترې کار واخیستل شي.

بل خوا د هيواد يوشمېراوسېدونکو اندېښنه ښودلې، چې طالبان خصوصي شرکتونو ته  د شخصي اړیکو پر بنسټ کانونو په قرارداد ورکوي.