ښځې

د آزاده ګانو او د افغانستان د پیاوړو ښځو غورځنګونو د «د جنسيتي تبعيض سره د مبارزې» دکمپاین ملاتړ وکړ

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ او په جلاوطنۍ کې د آزاده ګانو غورځنګ، په یوه پریکړه لیک کې، په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د «جنسي تبعیض پر وړاندې د مبارزې»د کمپاین ملاتړ وکړ.

د ښځو  ددغه دوو اعتراضي حرکتونو په پرېکړه ليک کې ويل شوي دي: «په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو  راهيسې ښځې د جنسيت پر بنسټ دخپلو ټولو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې شوې دي.»

د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو له نړۍ وغوښتل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښځو سره څه تیریږي، یو « ښکاره ظلم» او «جنسي تبعيض » دی او بايد دا په رسميت وپېژني.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې په بشپړه توګه له ټولنې څخه ایستل شوي دي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ او د آزاده ګانو غورځنګ په پرېکړه لیک کې راغلي: «تر څو چې په نړیوالو قوانینو کې جنسیتي تبعيض جرم ونه ګڼل شي او عاملین یې د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، نو افغان معترضې ميرمنې به په ټوله نړۍ کې خپلو اعتراضونو ته د جنسيتي تبعيض د نړیوال کمپاین له ادرسه دوام ورکړي.»

تر دې وړاندې د افغان ښځو خپلواکو خوځښتونو اعتراضي ايتلاف پر اېکس يوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې د افغان مېرمنو په مشرۍ يې د “جنسي تبعيض پر وړاندې نړيوالې مبارزې” تر سرليک لاندې يو کمپاين پيل کړى دى.

دغه ایتلاف ویلي چې د دې کمپاین د پیلولو موخه په نړیوالو قوانینو کې د «جنسي تبعيض» په رسميت پیژندل دي.