ښځې

استرالیایي څیړونکې: د افغان میرمنو لپاره د ویزې ترلاسه کول تقریبا ناممکن دي

عکس از رویترز.

استرالیایي څیړونکې ایزابیل ژو مګوایر افغان میرمنو ته د ویزې د ورکولو پر بهیر سختې نیوکې کړې او ويلي يې دي، چې د اسټرالیا هیواد له افغانانو سره د رسمي مرستو سربېره، شته سختو شرایطو د دوی لپاره د ویزې ترلاسه کول تقریبا ناممکن کړي دي.

مېرمن مګواير د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د خپلې شننې په ترڅ کې د ښځو لپاره د محدودیتونو او خطرونو زیاتوالي ته اشاره وکړه او د کم عمره ودونه او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه یې د دې محدودیتونو د بېلګې په توګه یاد کړل.

هغې ټینګار وکړ: “هغه نسل چې کولى يې شول د افغانستان د راتلونکي ستنې واوسي، اوس له تباهۍ سره مخ دي او د تړلو دروازو تر شا پروت دي.”

د هغې په ​​وينا، استراليا ته د د بشردوستانه کډوالۍ  لاره د افغان مېرمنو لپاره مناسبه لاره بلل کېداى شي، خو هغې په ​​ډاګه کړه، چې د استراليا بشردوستانه پروګرام هر کال تر ٢٠ زرو ځايونو پورې محدود شوى دى.

هغې څرګنده کړه: “د افغان ښځو لپاره د اړتیا وړ اسنادو اندازه دومره لوړه ده چې د غيربشردوستانه وېزو اخيستل  تقریبا ناشونی شوي دي.”

هغې زیاته کړه: “هغو محدودیتونو ته په پام سره چې دوی د کوره وتلو یا پوهنتونونو ته د تللو مخه نیسي ، دوی نشي کولی د زده کونکو د ویزې غوښتنلیکونو ملاتړ لپاره د پوهنتون اړینې نمرې ترلاسه کړي.”

استرالیا د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نیټې پورې شاوخوا ۱۶۰۰۰ افغانانو ته یوازې ۴زره۹۶۷ ویزې ورکړې دي، په داسې حال کې چې کاناډا په همدې موده کې شاوخوا ۵۰ زره افغانان منلي دي. د مګوایر د موندنو له مخې، ١٤زره١٨٨ د ویزې غوښتنلیکونه رد شوي او ٢٩زره٦٨٤ غوښتنلیکونه لاهم د پریکړې په تمه دي.

د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، افغان ښځې له سیستماتیک تبعیض سره مخ شوې او د زده کړو او کار په برخو کې یې خپل حقونه له لاسه ورکړي دي.