ښځې

اعتراض کوونکي ښځې: ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه دې د شیعه ګانو د ساتنې لپاره پر طالبانو فشار راوړي

په افغانستان کې د شیعه ګانو او هزاره ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو د وروستي زیاتوالي په تړاو د شنبه هاى ارغواني غورځنګ په يوې اعلاميه کې له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غوښتي چې د “شیعه ګانو د ساتنې” لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

په دې اعلامیه کې راغلي: “طالبان چې په ټول هيواد کې د امنیت دټينګښت ادعا کوي او وايي چې داعش په افغانستان کې نشته، نو د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر شیعه عبادت کوونکو برید څنګه توجیه کوي؟”

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ ادعا کوي چې په هرات کې د امام زمان پر جومات وروستی برید ثابتوي چې په هيواد کې د امنیت ټينګښت په اړه د طالبانو ادعا ناسمه ده او یا دا چې “طالبان پخپله د خپلو سخت دریځو عقایدو له مخې په دا ډول بریدونو کې لاس لري”.

دغه غورځنګ وايي، په هېواد کې واک ته د طالبانو په رسېد سره د ټولو افغانانو جسمي او رواني خوندیتوب له منځه تللى دی.

په دې اعلاميه کې دا ادعا هم شوې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې په شيعه ګانو يو بريدوکوونکى هم نه نيول شوى، نه محاکمه شوى او نه دى مجازات شوى دى.

په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکو ښځو ویلي دي، چې په واک کې د طالبانو ساتل به نه یوازې دښځو، زیان منونکو توکمونو او مذهبي اقلیتونو د ځپنې سبب شي، بلکې دا هېواد به د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل کړي او د طالبانو تر ادارې لاندې به افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت او هوساینې لپاره د سرطان په دانې بدل شي.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ له امریکا هم غوښتنه کړې چې د تعامل تر نامه لاندې د طالبانو سپينول،باج ورکول او په واک کې له ساتلو لاس واخلي او د هغوی د بدیل حکومت چې یو “مشروع،ولسواک او ټولګډونه وي” ملاتړ وکړي.

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات د برید مسٶليت، چې په ترڅ کې یې د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي، د داعش ډلې پرغاړه اخيستى دى.