سوداګري

اسلامي پراختیايي بانک: تېر کال په افغانستان کې ۱۴ بشردوستانه پروژې پلې شوې

د “افغانستان د بشري مرستو صندوق” د لاسته راوړنو په لومړي راپور کې اسلامي پراختیايي بانک ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له ډېرو زیانمنو خلکو سره بېلابېلې اړینې مرستې کړې دي.

په دغه راپور کې د اسلامي پراختیایي بانک مشر محمد آل جاسر ویلي، چې دغه مرستې د خوراکي توکو له کمښت سره د مبارزې، د ماشومانو د تغذیې د پروګرامونو د برابرولو، روغتیا پالنې، نوښتګرو زده کړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې شوې دي.

په دې راپور کې راغلي: “په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴ پروژې د ۳۵.۳۵ میلیونه ډالرو په ټوليز لګښت پلې شوې، چې له دې جملې څخه ۲۴.۱۴ میلیونه ډالره د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې لګول شوي دي.”

په اسلامي پراختيايي بانک کې د دغه صندوق مشاور او همغږي کوونکي محمد جمال الساعتي وايي، چې په دې پروژو کې کرنه، ښوونه او روزنه، د خوراکي توکو امنيت، روغتيا، د اوبولګول، روغتيايي چوپړتياوې او دمېشتېدنې نورې مرستې شاملې دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې دغه پروژې کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د ظرفیتونو په لوړولو سره د افغانانو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

دغه بانک زیاته کړه، چې اوسمهال په دغه هېواد کې د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې ۱۶ پروژې تطبيق په حال کې دي.

په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق اوس مهال د انقرې له سیمه ییز مرکز سره په همغږۍ د اسلامي پراختیایي بانک د نړیوال مشارکت او ملاتړ څانګې او د منابعو د راټولولو ریاست له خوا اداره کیږي.

ياد بانک ویلي دي چې د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق د جوړولو موخه د هغو نړیوالو بسپنه ورکوونکو مالي منابعو راټولول دي چې غواړي د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو او بنسټیزو چوپړتياوو په وړاندې کولو کې برخه واخلي.

د اسلامي پراختیایي بانک زیاته کړې، چې د ۲۰۲۴ کال له مارچ څخه تر اوسه پورې د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره راټول شوي دي.