سوداګري

د اختر ورځې په رانژدې کېدو سره په بلخ کې د سوداګرو بازار غوړېدلی دی

په داسې حال کې چې د اختر ورځې او شپې په رانژدې کیدو دي،او په بلخ کې د سوداګرو بازار د تېرو ورځو په پرتله ډېر ګڼاګوڼ شوی دی.

د مزارشريف ښار يو شمېر پلورونکي وايي، که څه هم د اختر په رانږدې کېدو سره يې سوداګري زياتېږي؛ مګر د تیرو کلونو په پرتله، د دوی بازارونه دومره متحرک ندي.

بل خوا يو شمېر هغه کسان چې له پلورنځيو د پېرلو توان نه لري وايي، چې د اختر د اړتياوو ډېره برخه له عامو بازارونو او پلورونکو اخلي.

راسته غوربندي یو له بیروباره ډک ځای دی چې ډیری بوټان او څپلې پکې پلورل کیږي.

امرالدین، چې په تېر حکومت کې د یوې ادارې کارکوونکی و، اوس یې خپله دنده له لاسه ورکړې او د بوټانو او څپليو په پلور یې پیل کړی دی.

یو تن پلورونکي امرالدین سروري وویل: «د وظیفې له لاسه ورکولو سره موده دوه کاله کیږي. دلته مو د بوټانو او څپليو پلورنځی پرانست او له دې څخه مو خپل ورځني لګښتونه تر لاسه کوو د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له امله سږ کال ښه بازار نه لرو او د تېر کال په پرتله د پلور بازار ۶۰ سلنه کم شوی دی».

دوی وايي، که څه هم د اختر په شپو او ورځو کې د دوی بازار د نورو ورځو په پرتله ښه دی؛ خو د بې وزلۍ له خپرېدو سره د دوی د پېرودونکو شمېر د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی.

يو تن پلورونکي محب الله وويل: «موږ د روژې او اختر په مناسبت بيې راټيټې کړې او آن تر ٥٠ سلنه يې راټيټې کړې دي. موږ په خپلو هټیو کې د ایران، پاکستان، چین، هند او همدارنګه د هیوادونو هر ډول بوټان او خپلې لرو او د اختر او نوي کال په ورځو کې یې ډېری خلک پېري.

د اختر په شپو او ورځو کې پلورونکي د تېرو کلونو په پرتله د خپلو بازارونو د نه شتون خبره کوي او په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ خپرېدل جدي ستونزه بولي.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې نږدې ۸۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي دي.