سوداګري

طالبان: د پنجشیر له بحر څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه به ډیر ژر پیل شي

دپنجشير ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست وايي، چې کابل ته دپنجشير د بحر د اوبو د ليږدونې د پروژې د نقشې جوړولو پروګرام يې په رسمي ډول پيل کړى دى.

دا رياست نن (شنبه) په يوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اوبو او برېښنا وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين د رياست له خوا د دغې پروژې د سروې پروګرام په «عملي توګه له پنجشېر» څخه پيل شو.

په همدې حال کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د تاسیساتو د سروې او ډیزاین ریاست مسؤولینو په پنجشیر کې د طالبانو له والي آغا حکیم ،سره په لیدنه کې ویلي چې دا پروژه ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د کار پیل به له نن څخه پیل شي، د بازار برخه د پنجشیر په مرکز کې او د کابل تر تره خېلو پورې غځېدلې ده.