نړۍ

پاکستاني ځواکونو په پکتیکا او د خوست ولايتونو په ځینو برخو «هوايي بریدونه» کړي دي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د هېواد ځواکونو د افغانستان د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځینو برخو کې د پاکستاني طالبانو تحريک یا ټي پي پي پر غړو «هوايي برید» کړی دی.

که څه هم تر اوسه د بریدونو څرنګوالی او موخه په رسمي ډول نه ده تایید شوې؛ خو د رسنیو د راپورونو له مخې د هوايي بریدونو یوه موخه د پکتیکا ولایت په لامان سیمه کې د طالبانو د یوه قوماندان عبدالله شاه استوګنځی وه.

د طالبانو د زندانونو د ساتنې عمومي مسؤول حبیب الله بدري په ایکس کې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر ځینو برخو بریدونه کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې د دوی د دفاع وزارت ته هم امر شوی چې د «غچ اخیستونکي ځوابي» برید لپاره دې چمتو وي.

په پکتيکا کې د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو داسې انځورونه خپاره کړي چې، ښايي د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بريدونه شوي چې ښځې او ماشومان په کې وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول یاد بریدونه رد کړي او یا یې هم تایید کړي نه دي.
تر اوسه په دی بریدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي وزیر اسحاق دار، سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې کابل ته راشي او زیاته یې کړه چې د هېواد نوي حکومت د افغانستان او پاکستان« ترمنځ د اړیکو په ټینګولو »کې به خپله ټوله هڅه وکړي.

له بلي خوا په کندهار کي د طالبانو والي شيرين آخند هم د پاکستان له سفير عبيدالله نظاماني سره په ليدنه کي له هغه څخه غوښتي وه چي د هغه پيغام د هيواد چارواکو ته ورسوي او د پاکستان نوی حکومت سره د سولي ته لومړيتوب ورکړي. ترڅو دواړو هېوادونو ګټې خوندي وي.