نړۍ

د هند په ګجرات پوهنتون کې نامعلومو کسانو پر بهرنیو محصلینو برید کړی

تېره شپه یو شمېر نامعلومو کسانو د هند په احمد آباد ښار کې د ګجرات په پوهنتون کې د افغان وکړو په ګډون پر بهرنیو محصلینو برید وکړ.

دا برید د شنبې په شپه هغه مهال وشو چې دا زده کوونکي د تراویح لمانځه په ادا کولو بوخت وو.

برید کوونکو د لیلیې کوټې ویجاړې کړې او د دې لیلیې په الف بلاک باندې یې ډبرې ور وویشتلې دې.

په همدې حال کې بهرنیو محصلینو ویلي، چې د «ب» بلاک یو شمېر کسانو غوښتل د دې لیلیې په سیمه کې د تراویح لمونځ بند کړي.

په ګجرات پوهنتون کې د افغانستان، ازبکستان، سریلانکا، بنګله دېش، بوتان، سوریې او د افریقا د بېلابېلو هېوادونو محصلین په زده کړو بوخت دي.

په همدی حال کی ، رسنیو ته رسیدای یوه ویدیو کې، دا ښیي چې زده کونکي په ګډوډ حالت کې دي. د دی برید قربانیان د احمد آباد په روغتون کې بستر شوي دي.
د احمد آباد پولیسو د دې پېښې په تایید سره په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دی لیلیه کې له ۳۰۰ زده کوونکو څخه ۷۵ یې بهرني اتباع دي.
د ګجرات د کورنیو چارو وزیر د هغو ۲۵ کسانو پر ضد جدي اقدامات کړي چې د بهرنیو محصلینو لمونځ یې ګډوډ کړی او ګډوډي یې رامنځ ته کړې ده. ټینګار کړی دی، نوموړيو ۲۵ کسانو پر ضد د دوسیې پرانستلو غوښتنه هم وکړی