سوداګري

طالبان وايي چې؛ د آمو سیند په حوزه کې د تېلو د تولید کچه د ورځې ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د آمو سیند د تېلو په ساحه کې د شپږو نویو څاګانو د فعالولو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې؛ په دې ساحه کې د تېلو د رایستلو ظرفیت د ورځې ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده.

د دې وزارت ویاند همایون افغان په یوه ویډیو کې ویلي چې؛ اوس مهال د آمو د تېلو په ساحه کې ۲۴ څاګانې فعالې دي.

نوموړي زياته کړې چې؛ په دې سيمه کې د تېلو د رابهر کولو کچه پخوا شاوخوا ١١٠٠ ټنه وه.

د ده د خبرو په بهیر کې ویل شوي چې؛ د ۲۰۲۴ کال تر پایه به د آمو سیند د تېلو حوزې په بېلابېلو سیمو کې ۲۳ نوې څاګانې فعالې شي او د فعالو څاګانو شمېر به ۴۷ ته ورسېږي.

د طالبانو د دې وزارت د ویاند په وینا؛ د ورځني استخراج کچه به درې زره ټنو ته لوړه شي.

د آمو سیند د تېلو ساحه د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونه کې غځېدلې ده.

طالبانو د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ میاشت کې د «افچین» په نوم له یوې چینايي کمپنۍ سره د آمو سیند په حوزه کې د تېلو د رابهر کولو تړون لاسلیک کړ.