نړۍ

پر غزې د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۳ تنه وژل شوي

انځور: ارشیف

ډاکټرانو د غزې تړانګې په سوېل کې د ناصر روغتون د تخلیې کار بشپړ کړ.

په دې سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۹ زره ۱۹۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

سویلي افریقا د لاهې له نړیوالې محکمې غواړي چې په فلسطین کې د اسراییلو حضور غیر قانوني اعلان کړي.

په هالنډ کې د سویلي افریقا سفیر ووسیموزي مادونسلا وايي: «په تیرو ۱۳۶ ورځو کې، نړۍ په غزې باندې وحشتناک، ورځني، بې رحمانه بریدونه، او د غزې په وړاندې د اسراییلو د وروستۍ لښکرکشۍ تاوتریخوالی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ننداره کړه.»

له بلې خوا قطر اعلان کړی چې له ننګونو سره سره د اوربند او له حماس د اسرائیلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون هڅو ته دوام ورکوي.

دغه هیواد همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې اسرائیلو ته پر رفح ښار د برید اجازه ور نه کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد انصاري ویلي: «موږ ټول باید د دې برید د مخنیوي لپاره فشار راوړو او همدارنګه یوه بشري دمه تضمین کړو چې ځینو خلکو ته اجازه ورکړي ترڅو بیرته خپلو عادي سیمو ته ستانه شي.»

په همدې حال کې د حماس مشر مصر ته تللی چې د اوربند او د بندیانو پر تبادلې خبرې وکړي.

د سه شنبې په ورځ یو شمیر اسراییلیان یو ځل بیا د کرم شیلوم په کرښه راټول شوي وو څو غزې ته د بشري مرستو د تګ مخه ونیسي.

په ورته مهال د اسراییلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ د ډزو تبادلې زور اخیستی دی.

د سه شنبې په ورځ حزب الله د اسرائیلو شمالي برخه په نښه کړه. د دې ډلې په وینا دوی اسراییلي ځواکونه هدف ګرځولي وو.

تر اوسه په دې برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

په وروستیو ورځو کې اسرائیلو په لبنان کې دننه د حزب الله ډېری مرکزونه په نښه کړي دي.