ښځې

یو شمېر نجونې زده کوونکې: له ملګروملتونو تمه لرو چې د زموږ بې برخلیکه وضعیت ته پام وکړي

يو شمېر نجونې زده کوونکي وايي، چې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله د ژوند کولو هيڅ انګيزه نه لري.

دغه نجونې زیاتوي، د دوحې له غونډې هیله لري، چې ملګري ملتونه او د هېوادونو ځانګړي استازي به په افغانستان کې د نجونو ښوونې او روزنې او زده کړو ته پام وکړي، څو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانېستل شي.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي.

شبانه په یوولسم ټولګي کې وه چې طالبانو یې پر مخ ښوونځی وتړلو.
له څه باندې دوه کلونو راهیسې د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته سترګې په لار ده.

دغه زده کوونکې د ښوونځي له تړلې پاتې کېدو ستړې شوې او د ښوونځي په یادولو اوښکې تویوي.

وايي، د طالبانو له خوا پر زده کړو له بندیزونو وروسته د ژوند کولو هېڅ انګيزه نه لري او طالبانو يې ټول خوبونه او د پرمختګ انګيزه لوټ کړې ده.

یوه زده کوونکې محدثه وايي: «د طالبانو له راتګ مخکې زه ښوونځي ته تلم، ډېره انګېزه مې لرله، ځکه غوښتل مې چې خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړم. او اوس حتی د ژوندۍ پاتې کېدو هېڅ انګیزه هم نه لرم، ځکه ښوونځي تړل شوي او ژوند راته بې معنا شوی. نه پوهېږم چې څه وکړم، ښوونځی چې وو تللم به، د یو څه لپاره له خوبه راپاڅېدم، خو اوس حتی د خپل ژوندي پاتې کېدو هېڅ انګيزه هم نه لرم، کله چې د ښوونځي کتابونه را اخلم، ټولې خوږې خاطرې مې را په يادېږي. له ملګرو ملتونو غواړم چې زموږ وضعیت ته پام وکړي او زموږ پر مخ ښوونځي خلاص کړي.»

ځینو محصلینو د دوحې غونډې پورې د هیلو سترګې ګنډلي؛ او تمه لري په دې غونډه به چې د هېوادونو ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو سرمنشي په کې ګډون کوي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره لاره هواره شي.
یو شمېر محصلینې وايي، دوی د دوحې له غونډې تمه لري چې ګډونوال به د نجونو د زده کړو مسلې ته لومړیتوب ورکړي او په دې تړاو به پر طالبانو فشار راوړي.

له تحصیل څخه بې برخې شوې محصله شبانه محمدي وايي: «یو کال کیږي چې پوهنتون ته نه یو تللي او دا کار زما د خپګان لامل شوی دی. زه تمه لرم چې د ملګرو ملتونو استازي او د ښځو استازې به د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لرې کولو په اړه ګټورې خبرې وکړي.»

د پوهنې وزارت د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال وروستی تعلیمي کال او تحلیلي او احصایوي کتاب ښيي چې په ټول هېواد کې له لس نیم میلیونو ډېر هلکان او نجونې زده کوونکې په زده کړو بوختې وې چې له دې جملې څه باندې څلور میلیونه یې نجونې وې.

خو کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان ونیو، له ۳.۲ میلیونو زیاتې نجونې په منځنيو او عالي لېسو کې له ښوونځیو پاتې شوې.

په منځنیو ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو شمیر: ۷۱۸.۲۲۴ او په لېسو کې د نجونو زده کوونکو شمیر: ۳۲۷۲۵۷۷

یوه هېوادواله لمیا شیرزۍ وايي: «زده کوونکي نجونې د دوحې په غونډه کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه جدي بحث ته انتظار باسي او که طالبان دا موضوع ونه مني، جدي بندیزونه دې پرې ولګول شي.»

څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي دي او دغه حالت ګڼې نجونې په رواني ناروغیو اخته کړي دي.