سویلي آسیا

له بلوچستان او خیبرپښتونخوا وروسته کشمیر هم نا امنه؛ څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره‌چیانو ترمنځ د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې څلور پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پېښه د راولاکوټ په سیمه کې د یوه پوځي روغتون پر مرکز د برید پر مهال رامنځته شوې ده.

پولیس ادعا کوي چې برید د «جواینټ عوامي ایکشن کمېټۍ» (JAAC) له غړو سره تړاو لري. دغه ډله د پاکستاني چارواکو له لوري ناقانونه اعلان شوې ده.

بلخوا د جواینټ عوامي ایکشن کمېټۍ مشرانو او پلویانو د حکومت ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو لومړی د دوی پر ضد عملیات پیل کړل، ګڼ فعالان یې ونیول او پر لاریون کوونکو یې ډزې او اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، چې له امله یې نښتې رامنځته شوې.

راپورونه ښيي چې د پاکستاني حکومت او یادې کمېټۍ ترمنځ له څو اوونیو راهیسې کړکېچ روان دی. په وروستیو ورځو کې لسګونه کسان نیول شوي او د سیمې په بېلابېلو برخو کې د احتجاجونو او امنیتي عملیاتو لړۍ دوام لري.

تر اوسه د پېښې په اړه د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.