د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد په هېواد کې د ټاپي د سترې او زیربنایي پروژې د عملي چارو د چټک پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې ملي پروژې کارونه په خورا سرعت سره جریان لري.
مجاهد پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، د ترکمنستان له پولې څخه تر هرات صنعتي پارک پورې د غځېدونکي ۱۵۳ کیلومتره مسیر له جملې څخه، تر اوسه شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره مسافه په بشپړه توګه هواره شوې او ۹۱ کیلومتره پایپونه هم نصب شوي دي.
هممهاله د ټاپي پروژې عمومي رئيس، محمد امانوف تایید کړې چې د پروژې عملي چارې په مناسبه چټکتیا روانې دي او د کار د دوام لپاره ټول اړین تجهیزات سیمې ته لېږدول شوي او د نصبولو بهیر یې په منظم ډول پر مخ ځي.
د دغو پرمختګونو د لمانځلو په پار، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په سیمه کې د قرآن کریم د ختم مراسم هم ترسره شول.
پدې مراسمو کې هرات کې د طالبانو والي اسلامجار، د ټاپي پروژې مسؤلینو او د ترکمنستان د ماري ولایت د علماوو او مشرانو د راغلي پلاوي په ګډون ګڼ شمېر قومي مشرانو او سوداګرو برخه اخیستې وه.
اسلامجار له ترکمنستاني پلاوي سره یوځای د ټاپي پروژې د عملي چارو او پرمختګ بهیر له نږدې وکوت او ویې ویل چې دا پروژه به د هېواد د اقتصادي ودې، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره خورا مهم رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه چې د نللیکې غځولو بهیر اوس د هرات ښار د ورودي دروازو تر سیمو رسېدلی او پدې مسیر کې یې د پرتو سیمو له مشرانو، ولسونو او امنیتي ځواکونو څخه د دې ملي پروژې په پلي کېدو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.
د ټاپي پروژه چې نوم یې د څلورو ګډونوالو هېوادونو له لومړیو تورو (Turkmenistan, Afghanistan, Pakistan, India) څخه اخیستل شوی، د سیمې په کچه د انرژۍ او ګازو د لېږد تر ټولو ستره او ستراتیژیکه اقتصادي طرحه ده.
د دغې نږدې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدې نللیکې د جوړولو لومړنۍ خبرې اترې په ۱۹۹۰ لسیزه کې پیل شوې، خو په افغانستان او سیمه کې د پرله پسې سیاسي بدلونونو او امنیتي ننګونو له امله یې عملي چارې کلونه کلونه وځنډېدې.
د دغې پروژې اساسي هدف دا دی چې د ترکمنستان د نړۍ له دویمې تر ټولو سترې د ګازو زېرمې (ګالکینیش) څخه کلنی شاوخوا ۳۳ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز د افغانستان له لارې د پاکستان او هند د انرژۍ وږو بازارونو ته ورسوي.
