ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او همغږۍ، د «اکشن ایډ» موسسې لخوا په جلالاباد ښار او د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې پر ۴۲۰ کورنیو د مرخیړیو یا ځمکنیو غوښو د روزنې د وسایلو او اړینو توکو وېش په رسمي ډول پیل شو.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس عبدالستار محمد د دغې برنامې د پرانیستلو پر مهال وویل، چې دا مرستې په جلالاباد ښار، سره رود، بهسودو، کامې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې پر پېژندل شویو او مستحقو کورنیو وېشل کېږي.
د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه بېلابېل اړین تخنیکي وسایل او توکي ورکړل شوي او په نږدې راتلونکي کې به د مرخیړیو ځانګړی تخم هم ووېشل شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي چې د وسایلو او خامو موادو له وېشلو سربېره، دغو ټولو ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د مسلکي روزنې، د حاصل ټولو او په بازار کې د هغو د پلورلو او بازارموندنې په برخو کې بشپړ عملي او نظري ټرېنینګونه هم ورکول کېږي.
چارواکي وايي د دغې پروژې اصلي هدف په ننګرهار کې د مرخیړیو د کښت او د ګټور کلتور ترویجول دي.
مرستندویه بنسټ هیله لري چې پهدې سره به بېوزلو کورنیو او په ځانګړي ډول ښځو ته په کور دننه د کار ګټورې زمینې برابرې شي، ترڅو وکولی شي په کم لګښت د خپلو کورنیو په اقتصادي بساینه کې فعاله ونډه واخلي.
