په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د هېواد په لوېدیځ (هرات ولایت) کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مرګونې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي یو نوی کمپاین پیل کړی دی.
یونیسف وایي چې پهدې لړ کې ټولنیز مبلغان او رضاکاران په هرات کې کور په کور ګرځي او میندو او پلرونو ته د واکسین د اهمیت په تړاو معلومات ورکوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول سرپرستان خپل ماشومان د واکسین د تطبیق مرکزونو ته راوړي.
یونیسف ټینګار کړی چې پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي هیڅ درملنه نلري، خو یوازې د واکسین په واسطه د مخنیوي وړ ده او هر افغان ماشوم حق لري چې د دغه دایمي معلولیت لرونکي ګواښ پر وړاندې خوندي وساتل شي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، پهدې ولایت کې د عامه پوهاوي او د خلکو د هڅونې دا پروګرام د سعودي عربستان د «ملک سلمان د بشري مرستو او ډیزاین مرکز» په مالي او تخنیکي ملاتړ پر مخ وړل کېږي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وحشي ویروس په بشپړ ډول ندی ورک شوی او وخت ناوخت پکې مثبتې پېښې ثبتېږي.
یونیسف پهدې برخه کې د «یوځای د پولیو د پای ته رسولو» په شعار سره له ټولو افغان کورنیو غوښتي چې له واکسیناتورانو سره پوره همکاري وکړي.
