سوداګري

د پاکستان او افغانستان ګډې سوداګریزې خونې د موټر چلوونکو لپاره د ځانګړو پاسپورتونو د صادرولو وړاندیز وکړ

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو چلووونکو ته د ځانګړو پاسپورتونو د صادرولو وړاندیز کړی دی.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د همغږي کوونکي ضیاءالحق سرحدي له قوله رپوټ ورکړی چې دا وړاندیز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او موټر چلوونکو د تګ راتګ د آسانتیا په موخه شوی دی.

ددغه راپور له مخې، که دا وړاندیز تایید شي، د څه د پاسه زرو موټرچلوونکو لپاره به د وېزو پر ځای، ځانګړي پاسپورتونه صادر شي؛ ترڅو سوداګریز توکي په آسانۍ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ولېږدوي.

سرحدي ویلي: «ددې کار لپاره، باروړونکي موټر چې دواړو خواوو ته تګ راتګ کوي، باید د افغانستان او پاکستان د ګمرک او ترانسپورت په ادارو کې ثبت شي.»

هغه همداراز جوته کړې چې د باروړونکو موټرو له خاوندانو دې د دوی د موټر چلوونکو لپاره د ځانګړو پاسپورتونو د صادرېدو په بدل کې یوه اندازه پیسې هم ترلاسه شي.

د موټرچلوونکو د وېزو لرلو موضوع تل په تورخم لاره کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ننګونه ده چې په وروستي مورد کې دا ستونزه د دې لامل شوه چې د لسو ورځو لپاره د تورخم لاره د دواړو هېواد د ترانزیت پرمخ وتړل شي.