سوداګري

په تېره یوه میاشت کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټېدل

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په ټیټېدو دی. د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک رسمي شمېرې په ډاګه کوي چې د هرو سلو ډالرو په بدل کې نږدې ۶۰۰ افغانۍ توپیر راغلی.

په دې لړ کې د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د بهرنۍ پانګونې، صنعت او د صادراتو کمښت به د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نور هم راټیټ کړي.

افغانۍ په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د هغو اسعارو په سر کې وې، چې په چټکه یې ورځ بلې ته خپل ارزښت لوړاوه.

خو د تېر کال سره په توپیر د روان ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د هرې ورځې په تېرېدو یې ارزښت د ټېټېدو په حال کې دی.

په ورته مهال د افغانستان بانک چې د طالبانو له لوري اداره کې په تازه ویلي، چې تر جنورۍ وړاندې یو ډالر په ۷۰ افغانیو تبادله کېده؛ خو اوس یو ډالر په ۷۵ افغانۍ تباله کېږي، چې په هر سل ډالرو کې نږدې ۶۰۰ سوافغانۍ توپیر کړی.

خو د طالبانو له لوري د اداره کېدونکي مرکزي بانک بیا دا چاره معمول بولي.

د طالبانو له لوري د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: «په بازارونو کې د تبادلې نرخونو کې بدلون معمول دی. د افغانستان بانک د بازار وضعیت له نږدې څاري او د بازار د اسعارو اړتیاو پوره کولو لپاره کافي اسانتیاوې لري. د افغانستان بانک به د بازار د ښه مدیریت لپاره لازم تدابیر ونیسي. نو زمونږ ګرانو هیوادوالو اندیښنه مه کوئ.ِ»

د افغانستان بانک رسمي شمېرې ښیي، چې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې دغه بانک د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره یو ډالر هم لیلام نه کړ؛ خو یوه میاشت وروسته د روان کال د جنورۍ په میاشت کې تر ۹۰ میلیونو ډالرو ډېر په بازار کې لیلام شول، خو د افغانیو پر ثبات یې اغېز ونه کړ.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «که له یوې خوا د بهرنیو اسعارو د راجلبولو لپاره ښه تولید، صنعت او صادرات ونه لرو او له بلې خوا په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې جلب او جذب نه شو کولای، په طبیعي ډول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ نه شو.»

په داسې حال کې کې چې د نورو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدل یا راټیټېدل په هېواد کې د توکو پر بیو مستقیم اغېز لري.

یو شمېر هېواد وال وایي د بې وزلۍ او بې کارۍ تر څنګ یې د توکو لوړو بیو ژوند سخت کړی اونیوکه کوي، چې د عږ اورېدو یې څوک نشته.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو له خوا د څلویښتو میلیونو ډالرو کڅوړو راتګ له دوو کلونو زیات د افغانیو ارزښت ثابت ساتلی و.

له دې سره افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې وروستی راپورپه ډاګه کوي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته امریکا افغانستان او د دغه هېواد کډوالو ته څه باندې ۱۱،۲ میلیارده ډالره ځانګړې کړي.