نړۍ

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلو په برید کې د ۵۰ کسانو وژل کېدل

د الجزیرې خبري آژانس راپور ورکړی چې اسراییلي پوځیانو د غزې په شمال کې پر هغو خلکو برید کړی چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

د راپور پر بنسټ، په دغه برید کې تر ۱۷۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلي پوځیانو په بریدونو کې تر اوسه ۲۵ زره ۷۰۰ تنه وژل شوي چې څه باندې لس زره يې ماشومان دي.

د غزې تړانګې په ځینو برخو په ځانګړې توګه خان یونس ښار کې د اسرايیلي پوځیانو او د حماس جنګیالیو تر منځ د سختو نښتو دوام؛ په خان یونس کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۵۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

ملګرو ملتونو ویلي چې اسراییلو په رفع ښار کې هم د دغه سازمان د بې ځایه شویو مرکز په نښه کړی چې په پایله کې یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د حماس او اسراييلي پوځيانو تر منځ د مياشتو سخته جګړه.. د غزې اوسېدونکي وايي چې دغو جګړو دوی ته له ورانۍ، بې ځايه کېدو او لوږې پرته بل څه نه دي راوړي. دوی وايي چې د پناه اخیستو لپاره خوندي ځای هم نه لري.

یوه فلسطینۍ مېرمن وايي: «هېڅ خوندي سیمه نشته، چېرته لاړ شو؟ جګړه ودروئ، بس کړئ. ماشومان او ځوانان ټول له منځه ولاړل او نړۍ یې ننداره کوي.»

په همدې حال کې اسراییلي پوځیانو هغه خلک هم په نښه کړي چې د غزې تړانګې په شمال کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

الجزیرې خبر ورکړی، چې په دغه برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي. اسراییلو اعلان کړی چې د دې برید په اړه به څېړنه وکړي.

له بلې خوا، د کرم شیلوم په لاره کې يو شمېر خلکو د بشري مرستو له لېږلو سره مخالفت ښودلی او هڅه يې وکړه چې د مرستندويه لاريو د تګ مخه ونيسي. دوی له حماس څخه د اسراییلي یرغمل شویو د خلاصون غوښتونکي شول.

یو اسراییلی لاریون کوونکی وايي: «موږ وکولی شول له ټولو خنډونو تیر شو او دقیقې لارې ته ورسیږو. مصري لارۍ د کټارو او دروازې بلې خوا ته ولاړې دي او تر څو چې موږ دلته یو، نن دوی ته د ننوتو اجازه نه ورکوو.»

خو د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ کامبرو وايي، غزې ته بايد نورې مرستې ولېږل شي.

نوموړي همداراز، د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او د اسراييلي یرغمل شويو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامبرو وايي: «موږ باید هغه یرغمل شوي آزاد کړو او زه فکر کوم، څه چې موږ اوس کولی شو دا دي چې څنګه دا جګړه له دویمې بیا ځلې جګړې پرته په یوې تلپاتې او دوامدارې سولې او اوربند بدله کړو. دا هغه څه دي چې ما د اسراییلو پر لومړي وزیر فشار راوړلو.»

په همدې حال کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه د ۱۱۱مې ورځې لپاره هم دوام لري.

اسراییلو خان ​​یونس د حماس مرکز بللی او پر دغه ښار یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.