ښځې

ایران او پاکستان ته کډه شوې نجونې هم د زده‌کړو فرصتونو له نشتوالي ځورېږي

عکس از آرشیف.

د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ځینې کورنۍ هېواد پریږدي او ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي.

خو دا کورنۍ وايي، د خپلو لوڼو د استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله په ایران او پاکستان کې هم د زده‌کړو له ننګونو سره مخ دي.

یادې کورنۍ وايي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو لیرې کېدو ته شېبې شمېري، څو بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

آمنې د خپل ژوند ښه څپرکي ته د رسېدو لپاره یې په اسلام‌اباد کې د همدې کوټې په یوه کونج کې د کډوالۍ او زده‌کړو ته د دوام لار نیولې ده.

هغه د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه، چې د زده‌کړو له محدودیتونو سره مخ شوه او د زده‌کړو د توغ د هسک ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړه شوه، خو د استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله په پاکستان کې هم د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړل شوه.

په پاکستان کې افغان کډواله آمنه کریمي وايي: «په پاکستان کې یو، موږ ګورو چې نجونې ښوونځي ته ځي، کالج ته ځي، پوهنتون ته ځي، کله چې وینم چې دوی ښوونځي ته ځي، رواني ستونزې سره مخ کېږم، روح او روان مې خرابیږي.»

دا بدمرغه کیسه د ټولو هغو کورنیو سره ورته ده چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو د دوام لپاره یې د کډوالۍ لاره غوره کړې – هغه نجونې چې په ګاونډیو هیوادونو کې هم ونه توانېدې خپلو هیلو ته ورسیږي.

د ښځو د حقونو فعاله راحله تلاش په دې اړه وايي: «ځینې هغه ښوونځي یا کورسونه چې د افغانانو له خوا جوړ شوي وو، که څه هم فیس یې لوړ وو، خو ځینو یې په وړیا توګه تدریس کاوه، چې د پاکستان حکومت دوی ته هم اجازه ور نه کړه چې فعالیت کړي، څو ماشومان یې درسونه ووایي.»

په ایران کې هم نجونې له ورته برخلیک سره مخ دي.

صدف دوه کاله وړاندې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله ایران ته راغله. څو يې اولادونه د ايران په ښوونځيو کې زده‌کړې وکړي، خو د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله دوی ته هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

په ایران کې افغان کډواله صدف وايي: «هغه کډوالو چې د طالبانو د ګواښ له امله خپل هیواد پرېښی او ایران ته راغلي، د اقتصادي ستونزو او په ایران کې د اسنادو د نشتوالي له امله چې ښوونځي یې غواړي، زموږ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه نه ده برابره، او موږ د خپلو ماشومانو د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمن یو. موږ د خپلو ماشومانو لپاره زده‌کړې غواړو او غواړو چې له تبعیض، توهین او سپکاوي لیرې د یو هیوادوال په څیر ژوند وکړو.»

د بشري حقونو فعاله هدیه صاحب‌زاده په دې اړه وايي: «هغه کسان چې ایران ته راغلي دي په دوو دلایلو نه شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، یو دا چې کافي اسناد نه لري چې د ایران ښوونځي او پوهنتونونه یې ومني او همدارنګه ځینې یې هغه اقتصادي ستونزې چې لري، نه شي کولی خپل ماشومان ولیږي. چې ټولې بدبختۍ د طالبانو نامشروع حکومت ته راګرځي.»

په ایران او پاکستان کې یو شمېر کورنۍ وايي چې له هېواده د وتلو یو لامل د دوی پر لوڼو د زده‌کړو بندیز وو، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یې لوڼې په ایران او پاکستان کې هم نه دي توانېدلي د خپلو زده‌کړو د دوام هیلې پوره کړي.