نړۍ

په ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۷۸ تنو وژل کېدل

د غزې په سوېل کې د خان یونس سیمه تر ناوخته د روغتونونو په شاوخوا کې د چاودنو او هوايي بریدونو شاهده وه.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۷۸ تنه وژل شوي دي.

په همدې حال کې اسراییليانو د نتنیاهو له حکومته غوښتي چې د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره ډېره هڅه وکړي.

د غزې په سویل کې د خان یونس سیمه تیره شپه د روغتونونو په شاوخوا کې د بریدونو شاهده وه.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د تېرې یوې شپې- ورځې په بریدونو کې ۱۷۸ کسان وژل شوي او په غزه کې د تلفاتو شمېر ۲۵ زره ۱۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

دا برید د الناصر روغتون ته څېرمه شوی، چې ډاکټران وايي د سرچینو د نشتوالي له امله د تړل کېدو په حال کې دی.

ډاکتر احمد ابو نصر وايي: «د الناصر روغتون ته نږدې د شاوخوا سیمو له کلابندۍ سره، روغتون ته د طبي مرستو رسول خورا ستونزمن دي او د ناروغانو درملنې ته دوام ورکول خورا ستونزمن دي. حتی له شته سرچینو سره تر راتلونکو دوه یا دریو ورځو پورې دوام ورکول هم ستونزمن دي.»

په همدې حال کې د غزې د دوه میلیونو اکثریت نفوس د دې جګړې په پایله کې بې ځایه شوی او په بد حالت کې دی.

د بله پلوه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې راټول شول او د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې په اړه یې خبرې وکړې.

تر دې غونډې مخکې اروپايي دیپلوماتانو په غزه کې د سولې په اړه د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر، چې په بروکسل کې دی، وايي، اسراییل د “دوه دولتي حل” په ردولو سره د نړیوالې ټولنې مخالفت کوي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفادي وايي: «دوی له ټولې نړیوالې ټولنې د سرغړونې په حال کې دي او فکر کوم، د دې وخت را رسیدلی چې نړۍ د سولې په لور، په سولې، وقار او امنیت کې د ژوند کولو لپاره د سیمې د حق لپاره دریځ ونیسي او د هغه څه پر وړاندې چې په سیمه کې په سوله او امنیت کې د خلکو د ژوند کولو له حق سره مخالفت کوي، اقدامات وکړي.»

په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ په جګړه کې تر ۶۶ زره زیات کسان ټپیان شوي دي. په اسراییلو کې د دې جګړې تلفات ۱۲۰۰ تنه دی.