نړۍ

د پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو دوام

د اسراییلو او حماس د ترمنځ جګړه د ۱۰۴مې ورځې لپاره هم دوام لري.

اسرائیلو د غزې په تړانګه او لوېدیځه غاړه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې ګڼ شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې دغو نښتو کې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

د غزې رفع سیمه له تېرې شپې راهیسې د اسراییلي پوځیانو تر سختو ډزو لاندې ده. د تېرې شپې بریدونو د قربانیانو خپلوان په غم کې او ویر کې ډوب دي.

د غزې یوه اوسېدونکې هاله وايي: «دوی ناست وو، چې ناڅاپه پرې بمباري وشوه او شهیدان شول. ورور مې او درې ماشومان یې. د مېرمنې خپلوان یې هم هلته وو او ټول شهیدان شول. او د غزې له ښار څخه بې کوره شوي خلک هم وو. شاوخوا ۱۷ تنه وژل شوي دي.»

اسرائیلي پوځیانو د غزې په سویلي ښار کې د اسرا پوهنتون ودانۍ هم ویجاړه کړې ده.

د لویدیځې غاړې په اوږدو کې، د اسراییلي سرتیرو لخوا بریدونو هم زور موندلی – هغه بریدونه چې ګڼ کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ اروپایي پارلمان په غزه کې د بې قید او شرط اوربند غوښتنه وکړه.

روسیې هم ویلي چې راتلونکې اونۍ به د غزې د جګړې د حل لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو وړاندیز وړاندې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د غزې جګړه د اسراییلو او فلسطین د مشرانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې حل کیدی شي چې د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو لامل کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: «د یو فلسطیني دولت له جوړېدو پرته، د اسراییلو لپاره د ډاډ وړ امنیت نه شي تضمینېدی. او روسیه ډېره لېوالتیا لري چې اسراییل او اسراییلیان په امنیت کې ژوند وکړي.»

په همدې حال کې د پنجشنبې په ورځ د بشري مرستو بار وړونکې لارۍ د رفع پولې له لارې غزې تړانګې ته ننوتې.