ښځې

د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه لرلو په پلمه د هېواد په شمال کې هم د ښځو او نجونو نیول کېدل

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، چې د طالبانو له خوا د حجاب نه مراعتولو په پلمه د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ د هېواد شمال ته هم رسېدلې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د یووالي او پیوستون غورځنګ د یوه اعتراضي کمپاین په پیلولو سره ویلي، چې طالبان د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په پلمه له ټولنې د ښځو د لېرې کولو په هڅه کې دي.

که څه هم تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له آمو سره په خبرو کې دا ډول نیول کېدل رد کړي وو، خو تېره اوونۍ د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې یوه مسوول تایید کړه چې یو شمېر ښځې او نجونې یې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله نیولې دي.

وروسته له هغې چې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې یوه چارواکي په رسمي توګه ومنله چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیولي دي، اوس یوې معترضې مېرمنې خبر ورکړ چې د دغو نیونو لړۍ د هېواد په شمال کې د کندز ولایت ځینو برخو ته هم رسیدلې.

د افغانستان په شمال کې د ښځو د غورځنګ مسووله کريمه اعظم وايي: «له ټولو هغو بنسټونو او سازمانونو چې ځانونه د ښځو د حقونو مدافعین ګڼي، هیله کوم، چې لطفاً د داسې جرمونو په اړه یو څه وکړي، که نه نو موږ به په شمال کې د نجونو د ځان وژنې شاهدان واوسو.»

له بلې خوا، د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ د دغه ډول نیونو په غبرګون کې په یوه اعتراضي کمپاین کې ویلي چې طالبان د خپلې خوښې وړ حجاب په پلمه له ټولنې څخه د ښځو او نجونو د ایستلو په لټه کې دي.

د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ د لاریون په اعلامیه کې راغلي: «حجاب (د طالبانو د خوښې وړ حجاب) یو پلمه ده، هدف یې له ټولنې د ښځو لیرې کول دي. حجاب (د طالبانو د خوښې وړ حجاب) یو پلمه ده، او د ښځو په نیولو سره د طالبانو هدف مطلق له ټولنې د ښځې لېرې کول دي.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له آمو سره په خبرو کې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزرات په اېکس شبکه کې دا ډول نیول رد کړي وو.

که څه هم د هېواد یو شمېر اوسېدونکو او خپلواکو سرچینو له آمو سره په خبرو کې ویلي وو چې طالبانو د کابل له دشت برچي، تایمني او خیرخانې له سیمو یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله نیولي دي.

تېره اوونۍ د کابل يو اوسېدونکي په يوه کنفرانس کې چې ظاهراً یې د خلکو د وکيلانو له ادرسه خبرې کولې، تاييد کړه چې يو شمېر نيول شوې نجونې په ضمانت خوشې شوې دي.

له دې ټولو سره سره د یوې نیول شوې نجلۍ خور پرون آمو ته وویل چې خور یې د ۶۰ زره افغانیو په بدل کې خوشې شوې ده.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول او یو شمېر هغه ښځې چې د دې محدودیتونو پر ضد یې اعتراض وکړ، د طالبانو له خوا ونیول شوې چې له دې ډلې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي لا هم د طالبانو په بند کې ده.