ښځې

یو طالب مسوول په کابل ښار کې د ښځو او نجونو نیول تاییدوي

د کابل په لوېديځ کې د طالبانو يوه امنيتي چارواکي په یوه کنفرانس کې تاييد کړه چې د کابل په دې برخه کې يې يو شمېر ښځې او نجونې یې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نيولې دي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له آمو سره په خبرو کې دا ډول نيول رد کړي وو.

په دې کنفرانس کې يو تن ديني عالم د الله اکبر نارو او د خلکو د هرکلي په لړ کې له دغه ډول نيولو سره خپل سخت مخالفت اعلان کړ او د جدي پايلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

په دې کنفرانس کې يوه ويناوال چې ظاهراً يې د سيمه ييزو وکيلانو له ادرسه خبرې کولې، تاييد کړه چې له دغو نيولو وروسته يو شمېر نجونې په ضمانت خوشې شوې دي.

د دې موضوع په اړه د غبرګونونو په دوام کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا او د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر دغه نیول په کلکه وغندل.

د کابل په لوېدیځ کې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو له امله د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه د اندېښنو په تړاو کنفرانس.

په دې کنفرانس کې د کابل په اتلسمه امنیتي حوزه کې د طالبانو یو شمېر چارواکو هم حضور درلود، په پای کې یوه چارواکي دا تایید کړه چې یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله نیول شوي دي.

د ۱۸مې امنیتي حوزې یو طالب چارواکی وايي: «د ښځینه پولیسو له خوا مو یو شمېر نجونې او ښځې چې په بشپړه توګه بې حجابې وې (د طالبانو د خوښې وړ باحجابې نه وې) ودرولې (ونیولې) ځینو د کوبای پتلون چې موږ ورته په پښتو کې برجس وایو، له کمیس سره اغوستې وې، نو ځکه مو ودرولې(ونیولې). چې کورنۍ یې پوه کړو چې د خپلو لوڼو او خویندو د بې حجابۍ (د طالبانو د ناخوښې وړ حجاب) مخنیوی وکړي.»

په دې کنفرانس کې يو ګډونوال چې ظاهراً يې د سيمه ييزو وکيلانو له ادرسه خبرې کولې، تاييد کړه چې يو شمېر نجونې تر نيول کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوې دي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «د همغه اړوندو حوزو او په اصطلاح د ګذر وکیلان او یا یې پلرونه او والدین وغوښتل شول، ضمانت ترې واخیستل شو او ضمانت ورکړل شو او خوشې شوې.»

خو د دغه کنفرانس پرمهال کله چې يو تن ديني عالم له دغو نيولو سره سخت مخالفت وښود، يو شمېر کسانو یې د الله اکبر په نارو سره د خبرو هرکلى وکړ.

یو دیني عالم وايي: «حوزې ته د نجونو وړل په هېڅ ډول روا نه دي- (د خلکو لخوا د تکبیر ناره) نجونې ډیرې حساسې دي، زړونه یې نازک دي، که یوه نجلۍ په حوزه کې مجاهد (طالب) یا پولیس (طالبان) وویني، خدای مه کړه سکته کوي، یا به بل څه پیښ شي.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له آمو سره په اړیکه کې او همدارنګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر دا ډول نیول رد کړي وو.

په همدې حال کې د غبرګونونو په دوام کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا دغه نيول غندلي او د افغاني کلتور خلاف يې بللي دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا د طالبانو دغه وحشیانه عمل د افغانستان د خلکو، اسلامي کلتور، نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو په برخه کې له ارزښتونو او دودونو سره په ټکر کې بولي. په هیواد کې هر ډول تبعیض او د ښځو له حقونو څخه سرغړونه د نه منلو وړ ده.»

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم دې مسئلې ته د نړیوالې ټولنې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي: «د طالبانو د رژیم دا کړنه د افغان ټولنې بنسټیزو ارزښتونو ته د شرم وړ سپکاوی دی. هغه ارزښتونه چې په کې په هر حالت کې د ښځو کرامت ته درناوی واجب دی. هغه کسان چې د دې ناوړه عمل مرتکبین دي باید استجواب شي.»

له دې ټولو سره سره په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر هېوادوالو او خپلواکو سرچینو له آمو سره په اړیکه کې تایید کړې چې په دشت برچي، خیرخانې او تایمني سیمو کې یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو له امله په ډله ییزه توګه د طالبانو له خوا نیول شوي دي. د دغو نيول شويو ښځو او نجونو کره شمېره معلومه نه ده.