ښځې

د طالبانو له‌خوا په کابل کې د ښځو د نیولو دوام

یوه خپلواکه سرچینه آمو ته تأییدوي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د کابل له تایمني او خیرخانې سیمو څخه یو شمېر نجونې د طالبانو له خوا د ټاکل شوي حجاب د نه مراعتولو په پلمه نیولې دي. یو شمېر ښاریان وايي چې په ورته عمل کې طالبانو د کابل په لوېدیځ کې هم نجونې نیولي دي.

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل له غبرګونونو وروسته ویلي، چې پر دې موضوع د ځینو سیاستوالو چوپتیا « په افغاتي کلتور کې د ناموس دارۍ خلاف» ده، جمعیت اسلامي ګوند هم دا ډول نیول د انسان تښتونې یوه بېلګه بللې ده.

خو په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپورونه رد کړي او آمو ته یې ویلي چې ځینو کسانو له کابل څخه د سوالګرو ښځو د راټولولو بهیر داسې انعکاس کړی چې ښځې او نجونې یې د حجاب له امله نیولي دي.

کابل؛ له څو ورځو راهیسې د دې ښار له ځینو برخو څخه داسې راپورونه ورکول کېږي، چې هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو له خوا ټاکل شویو جامو اغوستل نه مراعاتوي د طالبانو د امر بالمعروف د ځواکونو له خوا نیول کېږي.

لومړی د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د معلوماتو له مخې، دا نیول د کابل په لوېدیځ کې پیل شوي، چې یو شمېر اوسېدونکي هم دغه راپورونه تأییدوي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «په نجونو باید دومره ظلم ونه شي، نجونې بازار ته نه شي تللی، د حجاب له امله یې راټولوي، هیڅوک هم بې حجابه نه دي، هر څوک حجاب مراعتوي، برچي خوا ته د دې پېښو بد اړخونه (د طالبانو له خوا د نجونو نیول) د طالبانو له خوا د حجاب په پلمه) ډېر څه دي.»

بل خوا په پلازمېنه کې یوې خپلواکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د کابل په خیرخانې او تایمني کې هم ورته کړنې ترسره کړي دي. د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم اندېښمن دي.

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «غواړم چې د دوی دغه عمل وغندم، دا روا نه ده، د دوی کړنې غیر اخلاقي، غیر انساني او غیر اسلامي دي، دا روا نه ده چې د یوې کورنۍ درې نجونې او ښځې پرته له محرمه خپل ځای ته یوسي دری ورځې. که تاسو غوښتل دوی ته اخطار ورکړئ، نو د هغوی کورنۍ به مو غوښتې وې او خبرې به مو ورسره کړې وې.»

د دې سربېره، د دغو راپورونو په اړه له غبرګونونو وروسته رحمت الله نبیل د یو شمېر سیاستوالو او دیني عالمانو چوپتیا « په افغاتي کلتور کې د ناموس دارۍ » خلاف بللې ده.

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي: «د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د تښتولو په اړه د ځینو سیاستوالو، قومي مشرانو او دیني عالمانو چوپتیا نه یوازې دا چې په دغه تاریخي جنایت کې لاس لري، بلکې له هېواد او د افغانستان له خلکو سره یو ډول خیانت هم دی. دا چوپتیا د ټولو اخلاقي، بشري، اسلامي او افغاني معیارونو خلاف ده.»

د جمعیت اسلامي ګوند هم ویلي چې طالبانو اوس د ښځو پر تښتولو او ځورولو لاس پورې کړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمعیت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «له بده مرغه د طالبانو ډله د ټولنې د دې برخې د ډارولو او تر پښو لاندې کولو په موخه د یوې نوې ناوړې کړنلارې په کارولو سره ښځې او نجونې له زده کړو او کار څخه بې برخې کوي، د دین او د اسلام له سپیڅلي شریعت سره په ټکر کې دي. د انساني او اخلاقي محورونو سره په ټکر کې او د افغاني ټولنې دود د ښځو تښتول، شکنجه کول او ځورول دي او د دوی حیاتي خوندیتوب یې د تېري او سپکاوي سره مخ کړی دی.»

په ورته مهال یوې بلې خپلواکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آمو ته ویلي چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو د امر بالمعروف چارواکو د کابل په لوېدیځ کې د ۱۸مې ناحیې د ښوونځیو له مدیرانو سره ناسته درلوده او په دې ناسته کې یې د نجونو او ښځو پر جامو اغوستلو په ځانګړې توګه د پتلون پر اغوستلو بندیز ولګاوه.

د ۱۸ مې ناحیې د ښوونځیو له مدیرانو سره د طالبانو د امر بالمعروف د چارواکو ناسته:

ـ د غونډې ځای- د امام زمان جومات
ـ وخت – شنبه د روان کال د مرغومي په ۱۶مه

د هغو جامو اغوستل چې طالبانو پر نجونو بند کړي دي:
ـ د زنګون څخه پورته «ډېرې لنډې» لمنې
ـ «کوچني» ټیکري چې وېښتان نه پټوي.
ـ «تنګ» کوبای پتلونونه او برجس له لنډې لمنې سره.

د افغانستان د ښځو د اتحاد او پیوستون غړې ماریا نوري وايي: «د طالبانو لخوا د نجونو د ډله ایزو نیولو راپور ورکول د اندیښنې وړ دي او ښايي د ښځو د حقونو د محدودولو په توګه تعبیر شي.»

خو؛ د طالبانو وزارت د امر بالمعروف وزارت د منع کولو تر نامه لاندې دا راپورونه ردوي او دغه راپورونه تش تبلیغات بولي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه او نورو سیمو کې دا خبره سمه نه ده چې یو شمېر مغرضو رسنیو د امر بالمعروف وزارت له خوا د ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره کړي دي. بلکې دا ښځې په کابل د ښار سوالګرې دي. چې د ا.ا.ا (طالبانو) له خوا را ټولېږي او د ګوتو له نښان وروسته یې میاشتني معاشونه هم ترلاسه کوي او هم ورسره مرسته کېږي، په دې اړه خپاره شوي معلومات حقیقت نه لري او تش تبلیغات دي.»

په دې لړ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د آمو د راپورونو په ردولو سره وایي، ځینو کسانو له کابله د سوالګرو د راټولولو بهیر په دې ډول منعکس کړی چې ګواکې ښځې او نجونې د حجاب له امله نیول شوې دي.

هغه زیاتوي: «دا د سوالګرو د ټولولو بهیر و، له بده مرغه، اشخاصو، ځینو لوریو دا پروپاګند وکړ چې ګواکې نجونې نیول کېږي، بندي کېږي، هېڅوک نه دي زنداني شوي او نه هم دا ډول موردونه نه دي شوي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د راستنیدو سره، طالبانو په ښځو او نجونو باندې سخت محدودیتونه ولګول، د کار د حقونو له محدودیتونو څخه نیولې تر زده کړو او تګ راتګ پورې. د کورنیو او نړیوالو اعتراضونو سربېره، د دې بندیزونو لمن ورځ په ورځ پراخېږي.