افغانستان

د طالبانو د پوهنې وزیر: حکومتولي د «علماوو اصلي حق» دی

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وايي، حکومت د «علماوو اصلي حق» دی او په تېر کې د دیني علماوو دغه حق غصب شوی دی.

دغه طالب چارواکي چې د پوهنې وزارت په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، له دیني عالمانو وغوښتل چې دغه ازموینه په بریالۍ توګه ترسره کړي. له بلې خوا د طالبانو د پوهنې د وزارت اداري مرستیال په دې غونډه کې وویل چې دوی د عصري زده کړو مخالف نه دي، خو د پوهنې وزارت له چارواکو یې وغوښتل چې زده کوونکي دې په “اسلامي روحیه” تدریس کړي.

کابل کې، د طالبانو د پوهنې وزارت د هېواد د ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

د دغه پنځه ورځني ورکشاپ په لومړۍ ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د حکومتولۍ په برخه کې د دیني عالمانو له حقه دفاع کوي او وايي چې دا حق په تېرو وختونو کې له دوی څخه اخیستل شوی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا وايي: «حکومت د علماوو اصلي حق دی. علما د بني اسراییل او انبیا وارثان دي. لکه څنګه چې بني اسراییل او انبیاوو مخکې حکومت کاوه؛ خو د دیني عالمانو دا حق تېرو شلو کلونو کې غصب شوی و. اوس دا حق بېرته د علماوو لاس ته رسېدلی دی.»

تر دې وړاندې نړۍ له طالبانو غوښتي چې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره باید کار وکړي.

د پوهنتون استاد اسحاق اتمر وايي: « نړۍ پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره ښه او مناسب فرصتونه لري تر څو پر طالبانو فشار راوړي.»

د افغانستان په ښوونځیو کې د زده کړو کیفیت هم له ننګونو ډک دی او د اسلامي علومو پر تدریس ټینګار کېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «باید هڅه وکړو چې پوهنه د افغانستان ټولو سیمو او کلیو ته ورسوو. د افغانستان اولادونه باید په اسلامي روحیې وروزل شي.»

په دې ناسته کې طالب چارواکو د نجونو زده‌کړو ته کومه اشاره نه لرله؛ خو د هغو نجونو زده کوونکو یوازینۍ هیله چې ښوونځي ته له تګ څخه منعه شوې، دا ده چې بیا ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شي.

دوی وايي چې بیا ښوونځي ته تلل چې د دوی تر ټولو اساسي حق دی، اوس د دوی لوی ارمان ګرځېدلی دی.

زده‌کوونکې زهرا وايي: «حکومت [طالبانو] ته زموږ پیغام دا دی، چې د ښوونځیو دروازې پرانیزي. کابو دوه کاله مو د کانکور ازموینې لپاره زیار ایستلی؛ خو اوس موږ بې‌برخلیکه یو. موږ بېچاره پاتې یو هیله ده موږ درک کړئ. موږ د همدې وطن نسل یو او باید یو راتلونکی ولرو.»

د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط ۳۴ ورځې وروسته له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې. هغه نجونې چې په دې موده کې له زده کړو بې برخې وې وايي، چې د دوی ټول ارمانونه مړه شوي او اوس په یوې لويې مایوسۍ کې ساه اخلي.