په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس، احمدالله متقي، وايي چې په تېرو دولسو ورځو کې ۳۰۱ زره او ۶۶۷ افغان کډوال د اسلامکلا له لارې له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زياته کړې چې يوازې د جمعې په ورځ (د سرطان په ۱۳مه) شا او خوا ۳۸ زره کډوال له همدې پولې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
که څه هم دغه طالب چارواکی د کډوالو د جبري ایستلو په اړه څه نهدي ويلي، خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارو راپور ورکړی چې ډېری بېرته ستانه شوي افغان کډوال په زور له ايران څخه ايستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ايران په دې وروستيو کې، له اسرایيلو سره د دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، دا لړۍ په وروستيو ورځو کې په اوسط ډول د ورځې تر ۳۰ زرو کسانو پورې رسېږي چې له ايران څخه شړل کېږي.
يو شمېر د بشري حقونو، مهاجرت، او سياسي فعالان، او همداراز د افغانستان مدني ټولنې د ايران دغه اقدام د بشري ارزښتونو، د مهاجرت حقونو او انساني اصولو خلاف بللی، او ټينګار کوي چې ايران بايد د نړيوالو منل شوو اصولو ته په دې برخه کې درناوی وکړي.