د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې د خبر له خپرېدو وروسته، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک شمېرې ښيي، چې دا مهال هر ډالر په ۶۹ افغانیو تبادله کېږي.
سربېره پر دې، طالبانو درې ورځې مخکې هم د افغانیو د ثبات په موخه، پنځلس میلیونه ډالر لیلام کړل.