افغانستان

افغانستان د اقلیم د ناورین په لومړۍ کرښه کې؛ ملګري ملتونه د تودوخې د زیاتېدو او وچکالۍ له ګواښ خبرداری ورکوي

انځور له ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې ادارې، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د افغانستان ښارونه د اقلیم د ناورین په لومړۍ کرښه کې ځای لري. دې ادارې زیاته کړې، چې د افغانستان تودوخه هر کال لوړېږي، او که اقدام و نه ‌شي، پایلې به یې زیانمنونکي وي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې وچکالي لا پسې پراخېږي او د دغه هېواد شمال، شمال لوېدیځ او شمال ختیځ هغه سیمې دي، چې تر ټولو زیات، د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوې دي.