امنیت

سرچینې: په کابل کې ځینې مخابراتي شبکې غیرفعاله شوې دي

انځور له آرشیف څخه

سرچینې آمو ته وايي چې په کابل کې ځینې مخابراتي شبکې پرې شوې دي.

د سرچینو په وینا، نن سهار په اووه نیمو (۷:۳۰) بجو په کابل ښار کې د ځينو سيمو مخابراتي شبکې پرې شوې دي او تر اوسه پورې بېرته نه‌دي فعالې شوې.

سرچينې وايي چې د دې شبکو د پرې کېدو لامل نه‌دی معلوم.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.