افغانستان

سرچینې: د بدخشان د خاش ولسوالۍ خلک د طالبانو له «وحشیانه چلند» اندېښمن دي

له بدخشان ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي، چې د دې ولایت د خاش ولسوالۍ خلک، چې تېره اوونۍ یې د طالبانو د کړنو پر ضد درې ځله لاریون وکړ او د طالبانو له‌خوا وځپل شول، اوس له روان وضعیت سخت ستړي شوي او د طالبانو له «وحشیانه چلند» سخت اندېښمن دي.

د خاش ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نه‌غواړي نوم یې واخېستل شي، آمو ته ویلي: «زه ډېر په ستونزه مرکز بدخشان ته راورسېدم، د خاش عمومي سړک د خلکو پر مخ تړل شوی، د مخابراتي شبکو انتنونه پرې شوي، پښتنو او بومي طالبان د رنجر او ټانکونو په وسیله د کورونو او کوڅو چاپېره ګرځېږي، هیچا ته د کور پرېښودو اجازه نه ورکوي، کور په کور تالاشي روانه ده، او دا کار په ډېرې بې‌انصافۍ او ظلم ترسره کېږي.»

هغه زیاتوي چې بازارونه تړل شوي او د جمعې له ورځې (۱۳ چنګاښ) راهیسې طالبانو شاوخوا ۲۰ تنه نیولي چې برخلیک یې معلوم نه‌دی.

سرچینې وایي، طالبانو د نیول شویو کسانو په ډله کې د خاش ولسوالۍ یو دیني عالم، چې د خلکو ترمنځ د نفوذ خاوند بلل کېږي، هم «په توهین او سپکاوي سره» نیولی دی.

په بدخشان کې دا شخړې او ناارامۍ وروسته له هغې رامنځته شوې چې د خاش ولسوالۍ خلکو د طالبانو له‌خوا د کوکنارو کروندو له ویجاړولو سره مخالفت وکړ او اعتراضي لاریونونه یې وکړل، خو طالبانو له زوره کار واخیست او لاریون‌کوونکي یې په زور وځپل.

په دغو نښتو کې ۱۵ تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو تر دې وړاندې ویلي وو، که وضعیت همداسې دوام وکړي، دوی به د طالبانو اداري دفترونو ته اور واچوي.