د طالبانو تر ادارې لاندې، ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونه له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اووښتي.
د راپور په وینا، د دغو اورښتونو او سېلابونو له امله د ۵ زره جریبه کرنیزې ځمکو سربېره ۲۸۰ کورونه هم تخریب شوي دي.