کډوالي

۲۰ افغان وګړي د پاکستان له بندخونو خوشې شوي

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا در نیول کېدو په حال کې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وايي چې ۲۰ تنه افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو بندخونو څخه خوشې شوي او پرون (د شنبې ورځ، د چنګاښ ۱۴مه) بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، دا کسان سره له دې چې قانوني اسناد يې لرل، بيا هم د پاکستان د بېلابېلو سيمو پوليسو نيولي وو.

د طالبانو په وينا، دغو افغان وګړو له يوې تر څلورو ورځو پورې د پاکستان په بندخونو کې پاتې شوي دي.

دا يوازې هغه کسان دي چې د کندهار د سپين‌بولدک له لرې هېواد ته راغلي دي او طالبانو د هغو ټولو افغانانو کره شمېره نه ده ورکړې چې له پاکستاني زندانونو خوشې شوي دي.

د آمو ټلويزيون موندنې، چې د طالبانو د کډوالو وزارت د خبرپاڼو پر بنسټ راټولې شوې دي، ښيي چې تر دې وړاندې هم، د چنګاش له ۵مې تر ۱۲مې پورې، ۲۰۷ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي وو.

د بخښنې نړيوال سازمان تر دې وړاندې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د جون له پای وروسته، شاوخوا ۱.۴ ميليونه افغان کډوال، چې د ملګرو ملتونو د ثبت رسمي کارتونه لري، د پاکستان د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

دغه بنسټ زياته کړې: «پاکستان بايد د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي، د مهاجرو د جبري اخراج لړۍ ژر تر ژره بنده کړي او د P.O.R کارتونو د تمديد موده وغځوي، مخکې له دې چې ټاکل شوې ضرب‌الاجل ته ورسېږي.»

د هېواد کډوال وايي، له هغې ورځې چې پاکستان د جبري ایستلو بهير پيل کړی، دوی له ناڅرګند برخليک سره مخامخ دي.